کرزی: عالمان دې خلک ټاکنو ته وهڅوي

د عکس سرچینه،
افغان ولسمشر حامد کرزي د عالمانو له شورا وغوښتل، چې خلک راتلونکو ټاکنوکې ګډون کولو ته وهڅوي.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره د عالمانو شورا مصوبه ولوستل شوه، چې په کې خلکو ته ټاکنو کې د ګډون کولو سپارښتنه شوې وه.
د عالمانو شورا په ټاکنو کې د لاسوهنې د مخنیوي ټینګار وکړ، خو په ټاکنو کې یې د هېڅ کوم نوماند ملاتړ نه دی اعلان کړی، خو په انفرادي ډول د شورا هر غړی د هر کاندید ملاتړ چې وغواړي، پلوي یې کولی شي.
له ښاغلي کرزي سره په کتنه کې ګډون کوونکو د جګړې له دواړو غاړو د پخلاینې او سوله ییزو خبرو غوښتنه وکړه، چې په دې سره د هېواد ناخوالې پای ته ورسوي او وینه تویېدنه بنده کړي.
ولسمشر حامد کرزي د عالمانو د شورا مصوبه ستایلې ده.
نوموړي هیله مندي ښوولې، چې راتلونکې ټاکنې پروخت وشي.
هغه د عالمانو له شورا وغوښتل، چې خلک په ټاکنو کې ونډې اخیستو ته وهڅوي.
حامد کرزي وویل: "تر بل هر وخت اوس د سولې لپاره ښه فرصت دی، چې د تېرې مشورتې لویې جرګې په درشل کې مو د امنیتي تړون لپاره د سولې راتلو شرط وړاندې کړ، خو ښکاري چې د سولې راتلو مخالفین لا هم لاسوهنې کوي او سوله غوښتونکي کسان وژني".
د افغانستان ولسمشر پېښور کې د طالبانو د پخواني وزیر او چارواکي مولوي عبدالرقیب وژنه د سولې بهیر کې د خنډ جوړولو هڅه وبلله.
په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د وري پر ۱۶ ترسره شي.








