کاپيسا کې د فرانسې په مرسته پروژې پلې کېږي

فرانسه ژمنه کوي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته به هم له افغانستان سره مرسته کوي

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، فرانسه ژمنه کوي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته به هم له افغانستان سره مرسته کوي

فرانسې له افغان حکومت سره هوکړه وکړه چې په کاپیسا ولایت کې به د برېښنا چمتو کولو، کلیوالې پرمختیا او روغتیا په برخو کې یو شمېر پروژې پلې کوي.

تړون د افغانستان د مالیې وزارت او په کابل کې د فرانسې سفارت لاسلیک کړ.

فرانسې ډاډ وښود چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي. لکه چې مصطفی سالک کاږي، د کاپیسا په څېر ولایتونه چې ټول اوسېدونکي یې لا هم له برېښنا برخمن نه دي، ښايي د فرانسې دغه نوې مرسته ورته يو ښه زیری وي.

ټاکل شوې ډیره برخه مرستې به پر برېښنا چمتو کولو ولګولې شي.

او په پایله کې به یې ۱۶ زره وګړي د بریښنا له ګټو برخمن شي.

د افغانستان مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د دغې وړيا مرستې کچه څه باندې ۱۵ میلونه یورو وښووله.

په کابل کې د فرانسې سفیر ژان مېشل مارلود وویل، دا مرسته د پاريس- کابل د دوستۍ د تړون پر بنسټ وشوه چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې دواړو غاړو لاسلیک کړی و.

سفیر وویل د کابل- واشنګټن امنیتي تړون څرنګوالی هم د دوی د دغه راز مرستو د لارې خنډ نه شي جوړېدلی شي.

دی وایی "پرته له شکه د افغانستان- امریکې امنیتي تړون ځانګړی ارزښت لري ،ځکه چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د ناټو شتوالی له همدغې موضوع سره تړاو لري، خو موږ چې له افغانستان سره کومې مرستې کوو، له دغې موضوع سره تړاو نه ورکوو".

دا پروژه به د افغانستان د برېښنا شرکت او د فرانسي د پرمخیايي بنسټ له خوا پلی کیږي او د دواړو هېوادونو حکومتونه به یې څاري.

په تېر کې هم فرانسې په کاپیسا کې د برېښنا چمتو کولو دوې پروژې پلې کړې وې چې د چارواکو په وینا اوسمهال ترې څه باندې ۵۰ زره کسان ګټه پورته کوي.

د طالب واکمنۍ تر نسکوریدو وروسته فرانسې په کاپسا ولایت کې د ناټو په چوکاټ کې سرتېري او د ولایتي بیا رغاونې ډله هم لرل.

د سرتېرو د وتلو پر مهال دغه هېواد د کاپيسا له خلکو سره ژمنه وکړه چې بیا به هم په پرمختیايي برخو کې ورسره مرستې کوي.

په کابل کې د فرانسې سفارت وايي چې د څو تېرو کلونو په ترڅ کې یې کاپیسا کې د بېلو پروژو لپاره ۶۴ میلونه یورو لګولي دي.