کاپيسا کې طالبانو پر يوه پوځي مرکز بريد کړی
د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې یو ډله ییز وسله وال برید شوی چې لږ تر لږه پنځه وسله وال او د افغان پوځ دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو نن سهار د پوځ د یوه مرکز په مخکې د یوه موټر بم چاودنه وکړه او بیا یې په ډزو پیل وکړ.
د دوی په وینا په دغې کابو دوه ساعته نښتې کې لس وسله وال او د پوځ درې سرتېري ټپیان شوي هم دي.
د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري وايي، وسله والو غوښتل چې یاد پوځي مرکز ونیسي، خو د افغان پوځ له مقاومت سره مخامخ شول.
طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی دی.




