د کاپیسا د انیسې "قاتل لا هم نه دی نیول شوی"

د انیسې په نوم د هغې نجلۍ ورور چې تېر کال په کاپیسا ولایت کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شوه ادعا کوي چې د شاوخوا پنځه میاشتو په تېرېدو لا هم د ده د خور قاتلین نه دي نیول شوي.
انیسه چې د تېر کال په لندۍ میاشت کې د نامعلومو وسله والو له خوا د هغې کورته څېرمه په یو وسله وال برید کې ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه، د کاپیسا ولایت د یو ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې وه.
که څه هم د انیسې له وژل کېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ یو پلاوی وټاکه چې په څلورو ورځو کې پېښه وڅېړي او عاملین یې مشخص کړي، خو د پنځو میاشتو په تېرېدو د انیسې ورور عبد المحمد بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دولت او ځايي چارواکي د ده د خور د وژونکو په نیولو کې پاتې راغلي.
نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې د کاپیسا د والي په ګډون ځايي چارواکي ده ته ګواښ کوي چې د دې پېښې له تعقیب څخه لاسه واخلي.
"د کاپيسا ولایت چارواکو نه یوازې زما د خور قاتل پيدا نه کړ، بلکې زموږ حقوق یې تر پښو لاندې کړل. زما خور د تېر کال لندۍ میاشتې په ۱۱ وژل شوې خو تر اوسه یې قاتل نه دی موندل شوی. ماته وايي چې تا هم بندي کوو په راډیو ګانو کې دې غږ مه پورته کوه، دا خبرې موږ خپله د ولایت له مقام څخه اورو."
عبدالمحمد وايي د ده د خور وژنه سیاسي پېښه ده خو والي غواړي هغه د یوې جنايي پېښې په توګه یاده کړي.
د کاپيسا والي محراب الدین ساپي د نوموړي ادعاوې ردوي او وايي انیسه د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوې او د کورنۍ ستونزې احتمال هم شته.
ښاغلي ساپي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د انیسې قاتلان پېژندل شوي او نیول شوي، وویل امنیتي ارګانونو په دې برخه کې خپل کار تکمیل کړی خو دا يې و نه ویل چې څوک د دې پېښې په تړاو نیول شوي او کنه؟
ښاغلي ساپي دغه راز وویل د ده یو شمېر مخالفین غواړي د انیسې د وژلو له پېښې شخصي ګټه پورته کړي.
د افغانستان د ښځو د شبکې مشره فتانه ګېلاني بیا وايي د دې د معلوماتو له مخې یوازې د انیسې د وژنو پېښه نه بلکې د ښځو پر وړاندې ډېرې قضیې یې له پامه غورځولي دي.
مېرمن ګېلاني له افغان دولت څخه وغوښتل چې د انیسې د وژنې عاملین د قانون منګلو ته وسپاري.
د افغان مېرمنو شبکې له دې وړاندې هم پر دولتي چارواکو له دې امله نیوکه کړې وه چې د انیسې د وژلو د پېښې په وړاندې چپ پاتې دي.
۳۱ کلنه انیسه د دې ترڅنګ چې د ښوونځي زده کوونکې وه د واکسین د کمپاین لپاره یې کار کاوه او د همدې کمپاین پر مهال په ډزو ووژل شوه.








