تاجکستان د 'اپټا' تړون غړیتوب غواړي

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي چې اوس تاجکستان او پاکستان غوښنه کړې چې تړون باید درې اړخیز شي او تاجکستان یې هم برخه وګرځي.
د عکس تشریح، د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي چې اوس تاجکستان او پاکستان غوښنه کړې چې تړون باید درې اړخیز شي او تاجکستان یې هم برخه وګرځي.

تاجکستان او پاکستان غوښتنه کړې چې د اپټا ترانزیتي تړون درې اړخیز شي، او تاجکستان يې هم برخه وګرځي.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان له خواوو، د اپټا په نامه ترانزیتي تړون لاسلیکیدل، ددواړو هیوادونو د سوداګرۍ د غوړیدا په برخه کې یو ګټور ګام بلل کیږي،چې پر بنسټ افغان سوداګریزو توکیو د پاکستان بندرونو،او پاکستانیو توکیو د منځنۍ اسيا په ګډون د افغانستان پولو ته لاره پيدا کړه.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې کاږي، د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي چې اوس تاجکستان او پاکستان غوښنه کړې چې تړون باید درې اړخیز شي او تاجکستان یې هم برخه وګرځي.

ښاغلي شینواري وویل چې افغان لوری ددې غوښتنې منلو ته چمتو شوی خو وايي تر دې چارې مخکې باید د بیمې او سوداګریزو توکیو د تضمین ستونزې هوارې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي که دا چاره تر سره شي ګټه به یې پاکستان او تاجکستان ته رسيږي،ځکه چې په وینا یې دا دواړه هیوادونه یو له بل سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري ،خو وايي په اوږده مهال کې به افغانستان ته هم ګټه ولري،ځکه چې دلته به ظرفیتونه ایجاد شي اوخلکو ته به کار پیدا شي .

افغانستان په ۱۹۶۵ میلادي کال کې له پاکستان سره د یو اړخیز ترانزیت یو تړون چې اټا نومیده لاسلیک کړی و، خو افغان چارواکي وايي چې د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته چې منځنۍ اسيا ته د سوداګرۍ لاره پیدا شوه او افغان سوداګري هم پراخه شوه نو اټا تړون بسنه نه کوله اود اپټا په نامه نوی تړون لاسلیک شو.

افغان چارواکي وايي چې اوس پرته له یوې خبرې دغه تړون پلی دی او هغه دا چې پاکستان افغان ګاډي له پښوره مخکې نه پریږدي،او وروسته توکي په پاکستانیو ګاډو کې باریږي،افغان حکومت وايي چې د پاکستان په وینا ګواکې افغان ګاډي دداسې سټنډرډ نه دي چې لاهور،کراچۍ یا ګوادر ته ولیږدي.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت وايي چې پاکستاني ګاډي هم اړین سټنډرډ نه لري او که هغه هیواد پر افغان ګاډو بندیز لرې نه کړي،دوی به هم ورته غبرګون وښيي.