ویبپاڼو افغانستان کې برېښنايي سوداګري دود کړې

د ۱۳۹۳ کال په بوديجه کې افغان حکومت شاوخوا ۱۱ میليونه ډالره د برېښنايي حکومتولۍ لپاره بيل کړي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د ۱۳۹۳ کال په بوديجه کې افغان حکومت شاوخوا ۱۱ میليونه ډالره د برېښنايي حکومتولۍ لپاره بيل کړي.

په دا وروستيو کلونو کې يو شمېر انټرنیټي پاڼو په افغانستان کې برېښنايي سوداګري دود کړې او هڅه يې دا ده چې تر نورو ژر مشتريان پيدا کړي.

برېښنايي بازار ورو ورو د خلکو کورونو ته لار کړې ده، خو لا هم ډېر خلک ورسره اشنايي نه لري.

په دغو ځانګړو انټرنیټي پاڼو کې د موټرو، کورونو او برېښنايي وسايلو په څېر توکو اعلانونه له تصويرونو سره خپرېږي عبد الله ستانکزي په خپل راپور کې کاږي، چې په افغانستان کې د داسې سوداګريزو پيغامونو خپرول ډېر شوي، چې د خلکو ذهنونه له برېښنايي حکومتولۍ سره بلدوي.

په دغو سوداګريزو اعلانونو کې حکومت او شخصي کمپنۍ له خلکو غواړي چې د برېښنا او اوبو پېسې له الکترونيکي لارو پرې کړي او د موبايل کرېډت له ماشين نه واخلي.

د ۱۳۹۳ کال په بوديجه کې افغان حکومت شاوخوا ۱۱ میليونه ډالره د برېښنايي حکومتولۍ لپاره بيل کړي او ښه حکومتولي د افغانستان له لومړيتوبونو څخه ګڼل کېږي.

له حکومت پرته خصوصي سکتور هم د انلاين له لارې سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

د موټرو د پېر او پلور د يوې سوداګريزې پاڼې چلوونکی سيد فريد احمد وردک وايي د هڅو موخه يې د انلاين له لارې د راکړې ورکړې دودول دي:

ښاغلی وردک وايي، سلګونه موټر يې ثبت کړي، چې د انلاين له لارې يې خلک کولای شي د هغو تصويرونه، بيې او نورې ځانګړتياوې وګوري.

دا چې انلاين بازارونه خلکو ته په کومو شرايطو توکي برابروي، د امتعه سوداګريزې پاڼې مدير نثار احمد دستګير وايي دغه اعلانونه وړيا دي او هېڅ ډول لګښت نه لري.

دی وايي هڅه يې کړې چې د انلاين له لارې د پېر او پلور اروپايي دود دلته په افغانستان کې هم پلي کړي.

په دا وروستيو کلونو کې افغان حکومت او خصوصي سکتور هڅه کړې چې له بانکونو نه د پېسو اېستلو الکترونیکي ماشينونه ولګوي او خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي.