"له ټاکلې نېټې دمخه دې نوماندان ټاکنیز کمپاېنونه نه کوي"

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ څوکۍ له یوه کاندید او د هغه له یوه مرستیال نه یې د یوه رسمي لیک په ترڅ کې غوښتي چې د ټاکنو د کمپاېنونو له رسمي نېټې مخکې دې له دې کاره لاس واخلي.
د دغه کمېسیون چارواکي وايي د ولسمشرۍ څوکۍ ته یوه نوماند اشرف غني احمدزي او د هغه لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په یوې غونډې کې داسې څرګندونې کړې چې د ټاکنو لپاره د کمپاېن په مانا دي.
د دغه کمېسیون چارواکو له نورو نوماندانو هم غوښتي چې له رسمي وخته دمخه دې په ټاکنیزو کمپاېنونو لاس نه پورې کوي.
ګلستان شینواری له کابله په خپل رپوټ کې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسيون د چارواکو له خولې وايي که څه هم دوه ځلې وړاندې له ټولو نوماندانو غوښتل شوي وو چې له ټاکلي رسمي نېټې دمخه دې په ټاکنیزو کمپاېنونو لاس نه پورې کوي، خو د دوی په خبره یو شمېر نوماندانو په ولایتونو او پلازمېنې کابل کې له دې سپارښتنې سرغړونه کړې ده.
د دغه کمېسیون چارواکو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په همدې تړاو یې د ولسمشرۍ څوکۍ ته یوه نوماند اشرف غني احمدزي او د هغه لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته یو رسمي لیک لیکلی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند نادر محسني په خبره ښاغلي احمدزي او دوستم څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې داسې څرګندونې کړې، چې د ټاکنو لپاره د کمپاېن مانا لري.
د ښاغلي محسني په وینا د یاد شوي لیک په ترڅ کې له هغوی غوښتل شوي، چې تر دې وروسته له ټاکلې نېټې دمخه له داسې څرګندونو ډډه وکړي.
څو ورځې وړاندې ښاغلي احمدزي په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال د ولسمشرۍ نوماندان مناظرو ته ننګولي وو.
همداراز عبدالرشید دوستم په خپلو خبرو کې ویلي وو چې له عبدالله عبدالله سره ځکه د ټاکنو لپاره یو ځای نه شو، چې په خبره یې له دې لارې یې افغانستان له تجزیې وژغوره.
د عبدالله عبدالله ټاکنیز دفتر دا څرګندونې رد کړې دي.
د ټاکنو کمېسیون چارواکو همداراز پر ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې د ټاکنیزو کمپاینونو له رسمي وخته دمخه دې په دا ډول کړنو لاس نه پورې کوي.
د ولسمشرۍ څوکۍ نوماندانو لپاره د ټاکنیزو مبارزو د پیل رسمي وخت د سلواغې ۱۳مه او د ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د کب میاشتې ۱۳مه نېټه ټاکل شوې ده.








