۲۰۱۳ کې د افغان خبریالانو ستونزې

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې (نی) وايي، په ۲۰۱۳ کال کې درې افغان خبریالان وژل شوي، اوه نور ټپیان شوي، شپږ نیول شوي، ۳۴ وهل شوي او ۲۶ نور بیا رټل شوي او ځورول شوي دي.
د دغې ادارې مشر صدیق الله توحیدي وايي "په وژل شویو خبریالانو کې یوه نجلۍ ده، چې پروان ولایت کې یې خبریالي کوله، چې په ناڅرګند ډول وژل شوې، او تر اوسه یې د وژل کېدو دوسیه نه ده څېړل شوې".
که څه هم د وژل شوې خبریالې کورنۍ وايي، چې د ګاز په مټ مړه شوې، خو همکاران یې وايي، چې دغه نجلۍ د خپلې کورنۍ له خوا وژل شوې او وړاندې ورته د کار پرېښودو ګواښونه شوي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره همداشان وايي، چې سږ کال (۲۰۱۳) له خبریالانو سره د وسله والو طالبانو، حکوتي کارکوونکو، عادي خلکو او د خصوصي سکتور د چارواکو له خوا ناوړه چلند شوی.
"نی" وايي تر ډېره له هغو خبریالانو سره زورزیاتی شوی، چې د اداري فساد په باب یې "تحقیقي" او "انتقادي" رپوټونه چمتو کړي دي.
دغه اداره دا هم وايي، چې د خبریالانو په اړه زورواکانو څارنوالۍ او محکمو ته هم شکایت کړی، چې په وینا یې خبریالان یې د خپل کار په چاپېریال کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
نی د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د سرغړونې ارزولو کمیسیون ته هم د انتقاد ګوته نیولې چې په وینا یې" دغه "ناقانونه" کمیسیون له دولتي چارواکو او زورواکانو سره په دې برخه کې همکاري کړې ده".
دغه اداره وايي، معلوماتو ته د لاسرسي قانون چې د وزیرانو شورا له خوا تایید شوی، ولسي جرګې ته وانه ستول شو، چې په وینا یې سږ کال هم د تېرو هغو په پرتله خبریالان د دغه قانون د نه تصویبېدا له کبله پخپل کاري چاپېریال کې په ډاډه زړه تحقیقي رپوټونه نه شي چمتو کولی.
د رسنیو چلوونکي

نی د خصوصي رسنیو پر چلوونکو هم نیوکه لري او وايي چې په ۲۰۱۳ کال کې په انځوریزو رسنیو کې له خبریالانو سره د کار د قانون خلاف چلند شوی.
د نی په یوه اعلامیه کې راغلي چې د خصوصي رسنیو څښتن تر ډېره د خبریالانو پروړاندې ځان مطلق ګومارونکي ګڼي، او هر وخت یې چې زړه وغواړي، خپل کارکوونکي ایستلی شي.
د افغانستان له ملي شورا د نی غوښتنه دا ده چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون باید تر ټاکنیزو کمپاینونو پیلېدو مخکې تصویب شي؛ چې په لړ کې یې خبریالان د دغه قانون مطابق خپلې چارې مخته بوځي.
دا مهال په افغانستان کې پر حکومتي تلوېزیون سربېره، پلازمېنه او ولایتونو کې ۱۰۰ تلوېزیونونه فعالیت لري، او ۱۷۵ راډیوګانې خپرونې کوي.
د نی په وینا، په ۲۰۱۳ کال کې څلورو نورو تلوېزیونونو، ۱۱ ورځپاڼو، ۲۴ اوونیزو او ۲ میاشتنیو کار پیل شکړی.
خو د خپرنیو (چاپي رسنیو) شمېر ۲۰۰ ته رسېږي.








