اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون تصویب غوښتنه

اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق درلودو قانون دوه کاله مخکې چمتو شو.
د عکس تشریح، اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق درلودو قانون دوه کاله مخکې چمتو شو.

افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره " نی " د دغه هېواد له ملي شورا غوښتنه کړي، چې له حکومته وغواړي، چې د تصویب لپاره اطلاعاتو ته لاسرسي د حق درلودو قانون د تصویب لپاره ورته ولېږي.

د "نی" په وینا که حکومت دغه قانون دوی ته نه لېږي، باید ملي شورا له خپلو صلاحیتونو په کاروولو سره دغه قانون تصویب کړي.

د نی مسوولین وايي داسې مهال چې افغانستان د ټاکنو په درشل کې دی، د دغه قانون شتون او اطلاعاتو ته د خلکو او رسنیو لاسرسی ډېر مهم دي.

له کابله زموږ همکار نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې کاږي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق درلودو قانون نژدې دوه کاله مخکې د مدنې ټولنې، بشري حقونو او د افغانستان د یو شمېر رسنیزو مرکزونو له لوري چمتو شو او د تدقیق لپاره د عدلیې وزارت ته وسپارل شو.

له دوه کلن تدقیق وروسته د عدلیې وزارت دغه مسوده د وزیرانو شورا ته وسپارله اوس میاشتې کېږي، چې نوموړې مسوده له دغې شورا سره پرته ده.

نن ( سپتمبر ۱۸) د افغانستان د خپلواکو رسنیو مرکز نی مسوولینو له یو شمېر خبریالانو سره د افغانستان ملي شورا مخې ته راټول شوي وو او له ملي شورا یې غوښتنه کوله، چې له حکومته وغواړي، چې دغه مسوده باید د تصویب لپاره ملي شورا ته واستوي.

د نی مشر صدیق الله توحیدي له ملي شورا وغوښتل، که کابینه دې موضوع ته پام نه کوي، ملي شورا باید له خپلو قانوني صلاحیتونو نه په ګټې اخیستنې سره د دغه قانون مسوده تصویب کړي.

" که چیرې کابینه دې مسالې ته توجه نه کوي، ملي شورا باید له خپلو قانوني صلاحیتونو سره سم د دغه قانون د تصویب لپاره اقدام وکړي."

ټاکل شوې وه، چې د وزیرانو شورا دغه مسوده دوې میاشتې مخکې تصویب کړي، خو د نی ادارې مسوولینو په خبره حکومت ځیني مقامات داسې فکر کوي، چې د دغه قانون له تصویب سره به یې لاس او پښې وتړل شي.

نی دغه راز افغانستان کې له خبریالانو سره د زور زیاتي په باب هم اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د دغه قانون د نه تصویب له کبله به له خبریالانو سره زور زیاتی ډېر شي.