افغانستان کې د لويو لارو ويجاړۍ مخنيوي نوی سيستم

د افغانستان د ټولګټو وزرات د دغه هېواد د لویو لارو ویجاړۍ د مخنیوي لپاره د لوړ وزن یا ټناژ نوی سیستم اعلان کړی دی.
دغه نوی کمپیوټري سیستم به د هغو تلو ځای ونیسي چې مخکې په لویو لارو کې ځای پر ځای شوې وې.
دغه وزارت وايي زړې تلې یې له هغو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو د خلکو تر شکایتونو وروسته لېرې کړې دي.
په کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب په دخپل راپور کې وايي: د افغانستان د لویو لارو ژر ویجاړېدو یو لامل هم همدا په درانه بار، بار شوي موټر بلل کېږي.
دی وايی دا "هغه ننګونه ده چې د سړکونو په تېره بیا د لویو لارو د څارونکو او ساتونکو ته ستر سرخوږی جوړ کړی دی."
چارواکو څو کاله وړاندې د لېږدونکو وسیلو د وزن کنترول لپاره په لویو لارو کې ۲۳ تلې ولګولې، خو له دې کار سره سره ونه توانېدل د لویو لارو د ویجاړېدو مخه ونیسي.
د افغانستان دغه لويې لارې د میلیارډو ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزیر نجیب الله اوژن په وینا د لګولو شویو تلو مسؤولینو خپلې دندې سمې نه ترسره کولې نو ځکه دوی مجبوره شول چې فعالیتونه یې ودروي.
ښاغلی اوژن وايي اوس یې په لویو لارو کې د لوړ تناژ د کنټرول په موخه د سرغړونکو لپاره د درنو جریمو په ګډون یو لړ تدبیرونه نیولي دي.
نوې کمپیوټري تلې د کمرو له لارې څارل کېږي، او چارواکي تمه ښيي چې د لویو لارو د ویجاړۍ او تر حده ډېر د درانه بار لرونکو موټرو مخه به پرې ونیسي.
خو نوی سیستم به خپل کار تر راتلونکو دریو میاشتو پیل کړي، د ښاغلي اوژن په وینا تر هغه وخته به لېږدونکې یا سیارې تلې په لویو لارو کې د لوړ بار لرونکي موټر کنټرولوي.

دی وايي "د ټولګټو وزرات د لوړ ټناژ لپاره نوی تدبیرونه ونیول، ځکه په خواشینۍ سره هغه تلې چې د لویو لارو په اوږدو کې لګول شوې وې سمې ونه کارول شوې او د افغانستان ترانسپورتي سیستم او خلکو ته یې ګڼې ستونزې رامنځ ته کړې. موږ د دغه حالت د کنټرول لپاره ګڼ سیستمونه وکارول، خو په بېلابېلو ولایتونو کې د زورواکانو له خوا نا سم وکارول شول."
افغانستان دا مهال لس زره کیلومتره پاخه سړکونه لري، چې ځينې برخې یې د بېلابېلو لاملونو له کبله خرابې شوې دي.
بې کیفیته ساختماني توکي، د سړکونو او لویو لارو ښه نه څارنه په تېره بیا د ژمي په موسم کې، د سړک غاړې چاودنې او پر سړکونو د درنو وسیلو تګ راتګ هم هغه څه دي چې د لویو لارو د ویجاړېدو لامل شوی دی.








