افغان حکومت: راتلونکې ټاکنې به له مهال وېش سره سمې ترسره شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي لا هم نه دي توانېدلي چې په څلورو ولسوالیو کې د رایو کارتونه وویشي.
د عکس تشریح، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي لا هم نه دي توانېدلي چې په څلورو ولسوالیو کې د رایو کارتونه وویشي.

افغان حکومت وایي امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د راتلوونکو ټاکنو د خوندي ترسره کېدو لپاره له خپل ټول ځواکه کار واخلي او ټاکنې به له ټاکل شوي مهال وېش سره سمې تر سره شي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې لا هم دوی نه دي توانېدلي په څلورو ولسوالیو کې پر خلکو د رایو کارتونه وویشي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې د وري په ۱۶مه تر سره کېدونکې دي شاوخوا درې میاشتې وخت پاتې دی، خو خلکو سره یې په اړه شته اندیښنې په خپل حال پاتې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د هغو هڅو له مخې چې دوی په افغانستان کې د راتلوونکو ټاکنو د خوندی تر سره کیدو لپاره کړي ډاډمن دي چې دغه ټاکنې په خوندي توګه په خپل وخت تر سره شي.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري ناسته کې د افغانستان ټولو خلکو ته ډاد ورکړ چې کولای شي په خوندي توګه په ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړي وویل چې د ټاکنو د امنیت په اړه به خپل معلومات د مرغومي په ۱۵ نیټه د ټاکنو له کمېسیون سره شریک کړي.

خو د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وایي دوی د امنیتي اندیښنو له امله تر اوسه نه دي توانیدلي چې د افغانستان په څلورو هغو ولسوالیو کې پر خلکو د رایو کارتونه وویشي چې ویل کېږی د نفوسو له کبله ډېر وګړی په کې ژوند کوي.

د کمېسیون ویاند نور محمد نور وایي که چیرته امنیتي ځواکونه دوی ته په دغو ولسوالیو کې امنیت خوندي کړي دوی چمتو دي چې ژر تر ژره په دغو ولسوالیو کې پر خلکو د رایو کازرتونه وویشي.

که څه هم په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د تر سره کېدلو په اړه لا له وړاندې اندیښنې زیاتې وې اوس دغو ټاکنو ته د وخت په لنډېدو سره یو ځل بیا دغه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

ځیني خلک وایي دغه ټاکنې داسې مهال تر سره کیدونکې دي چې هوا به خورا سړه وي او کېدای شي د افغانستان ځینو برخو ته هغه توکي په خپل وخت و نه رسېږي چې د ټاکنو لپاره اړین دي.

افغان چارواکي وایي هوډ من دي چې دغه ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي، خو په هغو ولسوالیو کې د دغو ټاکنو د تر سره کولو په تړاو له ډېرو ویلو په څنګ تېرېږي چیرته چې یا وسله وال طالبان یې پر ډېره برخه واکمن دي او یا هم په هغو سیمو کې چې خلک له طالبانو نه په وېره کې دي.