د لندن سرمشريزې څه لرل؟

د برتانيا، افغانستان او پاکستان ترمنځ په نوې سرمشريزې کې وسله والو طالبانو سره پر خبرو خبرې وشوې.
د عکس تشریح، د برتانيا، افغانستان او پاکستان ترمنځ په نوې سرمشريزې کې وسله والو طالبانو سره پر خبرو خبرې وشوې.
    • Author, ايمل پسرلى
    • دنده, لندن

د لندن د سرمشريزې تر پيل وړاندې لا ويل شوي و چې دلته به مشران د افغانستان د سولې د بهير پر غوړولو خبرې کوي.

د روان کال په پيل کې د لندن ورته بلې سرمشريزې له يوه بل پاکستاني لومړي وزير سره هم پر سولې خبرې درلودې.

هيلې وې خو په عمل کې څه تر سترگو نه شول.

د سه شنبې په ورځ( د اکتوبر ٢٩) د برتانيا، افغانستان او پاکستان ترمنځ په نوې سرمشريزې کې هم له وسله والو طالبانو سره پر خبرو خبرې وشوې.

مشرانو ومنل چې د پاکستان لومړى وزير به ژر کابل ته ورځي چې پر دغه بهير نورې خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا به پاکستان ته ځي چې د ملا محمد عمر پخوانى مرستيال ملا عبدلغني برادر مخامخ وويني.

ملا برادر له درې کلن قيد وروسته د افغانستان په غوښتنه پاکستان خوشي کړ خو کابل تر اوسه ويل چې مخامخ ورسره د خبرو موقع نه لري.

په پاکستان کې د طالبانو د پناه ځايونو خبره هم افغان غاړې بيا ياده کړه.

غوښتنه دا وه چې د دغو پټنځايونو پر ضد پوځي عمليات وشي.

خو تر دغه ډول يوه عمل وړاندې به لومړى د کابل او اسلام اباد پوځي جنرالان پر پايلو خبرې کوي.

نواز شريف

د سه شنبې د ورځې په سرمشريزه کې د اقتصادي اړيکو په پراخولو ډير ټينگار وشو.

د روان کال د مى په مياشت کې د لومړي وزير د دندې تر پيل وړاندې لا نواز شريف ويلي و چې اقتصاد ته به يې ځانگړى پام وي.

هغه وخت ځينو کارپوهانو ويل چې ښايي اقتصادي ودې ته پام به د افغانستان له ثبات سره تر پخوا د پاکستاني ملکي مشرتابه دلچسپي ډيره کړي.

پاکستان په کور دننه د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دى.

 په سرمشريزه کې د اقتصادي اړيکو په پراخولو ډير ټينگار وشو
د عکس تشریح، په سرمشريزه کې د اقتصادي اړيکو په پراخولو ډير ټينگار وشو

اسلام اباد د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا برېښنا او غاز غواړي.

د لندن په سرمشريزه کې د کونړ پرسيند د بند جوړولو او د برېښنا پر گډ توليد خبرې وشوې.

د دغه بند ډير جزييات څرگند نه دي خو ويل کيږي چې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي په وروستي سفر کې هم پرې خبرې شوې وې.

افغانستان د دغه بند د جوړولو لپاره پيسې نه لري.

پاکستان ظاهرآ دا پيسې ورکوي او په بدل کې غواړي چې تر يوې اوږدې مودې پورې له دغه بنده د توليد شوې برېښنا ډيره برخه واخلي.

په سرمشريزه کې وپتېل شوه چې لومړى وزير نواز شريف به ژر کابل ته سفر کوي، د دې سفر په ترڅ کې به د سولې بهير اصلي خبره وي خو د اقتصادي اړيکو د لا پراخولو پر موضوع به هم په جزيياتو خبرې کيږي.

د کونړ پر سيند د برېنښا بند، له ترکمنستانه پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې د غازو نلليکه او له منځنۍ اسيا پاکستان ته د برېښنا لېږد به ياديږي.

اقتصادي دلچسپيو او اړتياو ته په پام سره ځينې په دې باور دي چې د لندن دا وروستۍ سرمشريزه ښايي تر پخوانو بريالۍ وي.