د ټاکنو خوندیتوب لپاره کمېسیون ټاکل شوی

د کورنیو چارو وزارت د راتلونکو ټاکنو د امنیت لپاره یو کمېسیون ټاکلی.
دا کمېسیون دنده لري چې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د کاندیدانو، د رایې ورکولو مرکزونو، د ټاکنو د کمېسیون کارکوونکو، د ټاکنو د څارونکو او خبریالانو امنیت وساتي.
افغان حکومت او د ټاکنیز بهیر څارونکي ډلې امنیتي ستونزې د ټاکنو پر وړاندې لویه ننګونه بولي.
له کابله سمیع الله موسی زي خپل رپوټ کې کاږي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره دا ځانګړی کمېسیون وروسته له هغه په کار پیل کوي چې افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه حکم په ترڅ کې له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د ټاکنو دامنیت لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.
د کورنیو چارو وزارت وايي د دې حکم د پلي کولو لپاره یې یو لس کسیز کمېسیون جوړ کړی چې د ټاکنو د امنیت مسوولیت به په غاړه ولري.
د کورنیو چارو لوړ پوړي چارواکي په دې کمېسیون کې غړیتوب لري. دغه راز په دې کمېسیون د ملي امنیت د لوی ریاست دوه استازي هم برخه لري.
د کورنیو چارو وزارت له دغه کمېسیون څخه غوښتي چې د امنیتي چارو په برخه کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په همکارۍ خپلې دندې پرمخ بوځي.
له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د راتلونکو ټاکنو کاندیدانو ته د احتمالي امنیتي ننګونو په اړه خبر داری ورکړی و او له هغوی یې غوښتي وو چې د الکترونیکي ډالیو له تر لاسه کولو ډډه وکړي.
دغې ادارې ویلي په دا ډول وسایلو کې د چاودیدونکو توکو د ځای پر ځای کول احتمال شته او کیدای شي وسله والو مخالفین له همدې لارې کاندیدان خپل هدف وګرځوي.








