د ټاکنو له نوماندانو ۴۷۴ شکایتونه شوي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو د لومړني لست په اړه ورته ۴۷۴ شکایتونه رسیدلې دي.
د دغه کمیسیون چارواکو بي بي سي ته وویل، چې په دغه شکایتونو ۱۸ یې د ولسمشرۍ د لست په اړه دي او پاتې نور یې و لایتي شوراګانو د لست په تړوا ثبت شوي دي.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د لومړني لست په تړوا دشکایتونو د ثبت لپاره ۴۸ ساعته ځانګړی شوی وخت نن د افغانستان په محلي وخت د مازیګرپه پنځه بجې پای ته ورسید.
په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف وايي، له دې وروسته څوک د دغه لومړني نوملړ په اړه شکایت نه شي ثبت کولای، خو د نورو ټاکنیزو چارو په اړه شکایت کولای شي.
د ټاکنو په اړه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټول ورسیدلي شکایتونه به په علني ډول د مدنې ټولنې او رسنیو په مخکې وڅېړل شي.
دغه کمېسیون داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې ځینو کاندیدانو د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه کړې وه، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو اسناد یې د مدنې ټولنې له څآرنې پرته څېړلې دي.
هغو کسانو چې نومونه یې له لومړني نوملړه ایستل شوي، ويلي وو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په لیکلې بڼه نه دي ورته ویلي، چې نوم یې په ابتدايي نوملړ کې نه دی شامل شوی.
دغه راز د ټاکنو د بهیر یو شمېر څارونکو مرکزونو ویلي، د ټاکنو کمېسیون ټاکنو قانون نقض کړی او د کاندیدانو اسناد یې د رسنیو او څارونکو له سترګو پټ پنا څېړلي دي.
خو اوس د شکایتونو کمېسیون ویاند نادر محسني بي بي سي ته وویل مدنې ټولنې او رسنۍ د دغه کمېسیون په مجلسونو کې برخه اخیستی شي.
نوموړی وايي، د دوی پرېکړې وروستۍ دي او څوک یې نه شي بدلولی.
" مدني ټولنې ، رسنۍ او دګوندونو استازي او څارونکي کولای شي، د اسنادو د ارزولو په غونډو کې برخه واخلي. موږ دقانون له مخې، خپلې پرېکړې کوو او د قانون له مخې، د شکایتونو دکمېسیون پرېکړې وروستۍ، د پلې کېدو وړ دي او بدلون نه کوي"
ښاغلي محسني وايي، ټول ور رسیدلي شکایتونو جدي ګڼي او تمه ښيي، چې د قانون له مخې به یې په ټاکل شوي وخت کې وارزوي.
د شکایتونو د ارزونې کمېسیون، اوس ۲۰ ورځې وخت لري، چې ټول اسناد وڅېړي او له مخې یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو وروستۍ نوملړ خپور کړي.
د ټاکنو کمېسیون د کاندیدانو لومړنی نوملړ دوې ورځې وړاندې خپورکړ او د ولسمشرۍ ۱۶ نوماندان ترې و ایستل شول.








