کرزى د لندن سرمشريزه کې گډون کوي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د اکتوبر په پاى کې برتانيا ته په يوې سرمشريزې او يوې اقتصادي غونډې کې د گډون لپاره سفر کوي.
ټاکل شوې په سرمشريزه کې د پاکستان لومړی وزیر میا نواز شریف او برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کېمیرون برخه ولري.
د کابل، اسلام اباد او لندن ترمنځ د درې اړخیزو غونډو بهیر د برتانیا په نوښت پيل شوى او موخه یې دا ده چې د پاکستان او افغانستان اړیکې پراخې کړي.
په کابل کې حفیظ الله معروف د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د دغه سفر په باب د سپيناوي په يوې ناستې کې برخه اخيستې وه او په خپل رپوټ کې وايي چې په دغه درې اړخیزه غونډه کې به خبرې تر ډیره د افغان سولې پر بهیر او د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر پراخوالي ورټولې وي.
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د لندن د سرمشريزې په باب ورځپاڼه ليکوونکو ته وويل چې افغان لوری به له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرۍ پرضد مبارزې باندې هم خبرې وکړي.
کابل وايي پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او تمه ښي چې دغه ډول غونډې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
ولسمشر کرزی به دارنګه په دغه سفر کې د برتانیا له لومړي وزیر ډیویډ کېميرون، د برتانیا له دفاع وزیر او نورو چارواکو سره هم غونډې ولري.
ولسمشر کرزی به د دغې درې اړخیزې غونډې ترڅنګ د اسلامي نړۍ په نهمه اقتصادي غونډه کې هم برخه واخلي.
د اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې پر اسلامي بانکدارۍ، روغتیا، ښوونه او صادراتو خبرې کیږي او د اسلامي هېوادونو مشران په کې برخه اخلي.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل تمه لري د افغانستان، پاکستان او برتانیا درې اړخیزه غونډه د افغان سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
په دغه سفر کې له ولسمشر کرزي سره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ارشاد احمدي، د املي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د سولې د عالي شورا ځینې چارواکي شامل دي.








