هلمند کې نجلۍ او هلک د "پت په نامه" وژل شوي

د افغانستان د هلمند ولايت چارواکې وایې چې د یوې ځوانې نجلۍ او هلک سر پرې شوي مړي يې موندلي دي .
په دغه ولایت کې د پولیسو یوۀ چارواکي محمد اسماعیل هوتک وويل چې د دغه دوو تنو مړي یې د مرکز لښکرګاه د بولان په سیمه کې په یوه هدیره کې موندلي دي.
ښاغلی هوتک وایي لومړۍ پلتنې ښيې چې نجلۍ د هلک له خوا د واده په موخه بېول شوې او هغه یې په خپل کورکې ساتله.
سرچینه د وژل شوي هلک د ورور د معلوماتو له مخې وایي چې دوې ورځې وړاندې ١٠ کسه وسلوال د دوى کور ته ورغلل او هلک او نجلۍ یې له ځان سره بیولل .
چارواکي وایي چې د دغو کسانو مړي يې تیره ورځ ( سه شنبې د اکتوبر ٢٢ مه) له هغه وروسته وموندل چې د سیمې خلکو خبر ورکړ.
وژل شوى هلک حیات الله نومیږي او ویل کیږي چې هغه یو بل واده هم درلود.
د وژل شويو مړي د هلمند په روغتون کې پراته دي خو تر دې دمه د نجلۍ د کورنۍ غاړه څرگنده نه ده.
که څه هم د پوليسو له وينا سره سم په دې باب نورې پلټنې پکار دي خو داسې ښکاري چې ښايي دا د " پت" په نامه شوې وژنې وي.
د پت په نامه وژنې
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر د روان کال د جون په مياشت کې وويل چې په ټول افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د پت په نامه څه باندې ۲۴۰ قتلونه او څه باندې ۱۶۰ د جنسي تېریو دوسیې د دغه کمیسیون په دفترونو کې ثبت شوې دي.
د بشري حقونو کميسيون وايي ډېری پيښې د کورنیو له خوا پټې ساتل کېږي.
دوى وايي:
''د پت په نامه ۵۶ سلنه قتلونه ثبت شوي دي. ۲۱ سلنه يې د مېړه، ۱۴ سلنه د خپلوانو، ۷ سلنه د ورور، ۵ سلنه د پلار، ۳ سلنه د لېوره له خوا، چې هېڅ حق نه لري، بیا نو ۲ سلنه د خواښې، تره، ماما او مور له خوا قرباني شوي دي''.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر د ناموسي قتلونو او جنسي تېریو د دوسیو د ختمولو لپاره افغان حکومت ته وړاندیزونه کړي وو:
''وړاندیز مو دا دی، چې قوانین دې په عادلانه توګه پلي شي. دویم وړاندیز مو په ولایتونو کې د فامیلي محکمو او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ځانګړو څارنوالیو جوړېدل دي. او همداراز د عدلي طب جوړېدل دي. بله دا چې ناموسي قتلونه دې جرم معرفي شي. په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړل دي، چې په بدل یا هم په بدو کې د ښځو ورکول دي، چې باید پروړاندې يې مبارزه هم وشي او دا یو جرم معرفي شي. د جبري ودونو او د ماشومانو د ودونو پروړاندې دې جدي مبارزه وشي''.
د دغه کمیسیون په وینا، حقوقي، سیاسي، کلتوري، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې په ټولنه کې د دا ډول تاوتریخوالو لامل په ګوته کوي.








