د ولسمشرۍ نوماندانو ابتدايي نوملړ ځندېدلی دی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د ولسمشريزو نوماندانو لومړنى نوملړ په ډاگه کړي.
د کمېسيون چارواکي وايي هغه نوملړ يې چې د بهرنيو چارو وزارت ته د نوماندانو د دوه گوني تابعيت د کره کيدو په موخه استولى، د اختر له امله ځنډيدلى.
د افغانستان د ټاکنو کمېسيون چارواکو رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ يې د کانديدانو نوملړ د بهرنيو چارو وزارت له لوري ترلاسه کړی، او اعلان به يې وخت ونيسي.
په پام کې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ولاړو نوماندانو لومړنى نوملړ د شنبې په ورځ خپور شي، خو د ټاکنو کميسيون وايي چې پر دغه نوملړ د دوى ارزونې روانې دي، او ښايي په راتلونکو يوې يا دوو ورځو کې به دغه نوملړ له خلکو سره شريک کړي.
د کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي وايي چې د دوى ټولې ارزونې وروستي پړاو ته رسيدلي دي.
د دغه نوملړ د بشپړولو لپاره يوه خبره دا ده چې بايد د نوماندانو د دوه گوني تابعيت په تړاو هم د بهرنيو چارو وزارت له کميسيون سره خپل مالومات شريک کړي.
ښاغلى هوتکي وايي چې د لوى اختر په رارسيدو سره دغه چاره د لږ څه ځنډ او خنډ سره مخامخ شوه.
د کانديدانو کمېدو هڅې
تر دې دمه له ۲۶ نوماندانو څخه يوازې دل اغا کوهدامني ولسمشريزو ټاکنو ته د شرايطو د نه پوره کيدو په وجه د نوماندانو له نوملړه ايستل شوى، خو د نورو هغو په اړه تر دې مهاله زيات مالومات نه دي تر لاسه شوي .
دا رنگه د جهادي مشر او د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي په مشرۍ يوه بله جرگگۍ هم په کار بوخته ده چې ځيني نوماندان يا له نومانديدو تير کړي او يا يې هم د نورو وتلو نوماندانو سره يو ځاى کړي.
دغې جرگگۍ ويلي چې تر اوسه د دوى هڅې بريالۍ دي او ځينو نوماندانو ورسره له نومانديدو د تيريدو ژمنې کړي، خو د دغو کسانو نومونه نه په ډاگه کوي.
داسې هم ويل کيږي چې په راتلونکې اوونۍ کې به کابل د پنځلسو ولايتونو د مخورو او سپين روبو کوربه وي چې موخه يې يو شمير نوماندانو ته د دغو خلکو وړانديزونه ښودل شوي چې له کانديدۍ لاس پر سر شي.








