محمود کرزی: قيوم کرزی به د ولسمشرۍ کانديد وي

د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي د خپل مشر ورور قيوم کرزي دريدل ومنل او ويې ويل چې ډير ژر به نوموړى خپل نوم د ټاکنو په کميسيون کې وليکي.
دا رنگه د ملي جبهې په نامه د جوړې شوې ټلوالې سرچينو د خپل انتخاباتي اتحاد په منځ کې د نوي درز د رادبره کيدو پخلى وکړ.
دغې سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ومنله چې هغوى په خپل اتحاد کې د عبدالله عبدالله له نوماندۍ ملاتړ نه کوي او د يوې نوې ډلې او يا هم د ولسمشر کرزي سره د يوه نوي ايتلاف د جوړولو لپاره هڅې کوي.
محمود کوچۍ په خپل راپور کې وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو ته د قيوم کرزي له نومانديدو سره د هغو کسانو شمير څلورو ته ورسېد چې تر دې مهاله يې ځانونه دغې څوکۍ ته نومولي دي.
د ملي ائتلاف په نامه د ټلوالې مشر عبدالله عبدالله، د ليږد د بهير مشر اشرف غني احمدزی او بسم الله شير هغه نوماندان وو چې له ښاغلي کرزي نه وړاندې يې د نومانديدو تکل کړى.
د قيوم کرزي ورور محمود کرزي له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې د هغه مشر ورور قيوم کرزى به ډير زر په رسمي بڼه هم خپل دوه مرستيالان په ډاگه کړي.
په همدې حال کې د ملي جبهې په نامه د يوې بلې ټلوالې نژدې سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط په خپل انتخاباتي اتحاد کې له راغلي درزه پلو پورته کړ.
ده بي بي سي ته وويل چې د دوى په ډله کې يو شمير سياسي څيرې او د گوندونو مشران په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله له دريدو سره مخالفت لري.
انتخاباتي اتحاد
دوی وايي هڅه يې دا ده چې د يوې نوې ډلې او يا هم د اوسني ولسمشر له ډلې سره نوې ټلواله جوړه کړي.
دغې سرچينې پخپل ايتلاف کې د ملي جبهې د مشراحمد ضيا مسعود، د ملي جنبش مشر عبدالرشيد دوستم او د شين بهير په نامه د يوې ډلې مشر امرالله صالح نومونه ياد کړل چې دوى ټول سره په ټاکنيزو منډو ترړو کې يوه خوله دي.
تيره ورځ د ټاکنيزاتحاد په ويندويى فاضل سنچارکي چې ملي جبهه يې هم په اډانه کې راځي رسنيو ته ويلي، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د دغه اتحاد په استازولى ډاکټر عبدالله نومول شوى دی.
ده زياته کړې چې د ښاغلي عبدالله د مرستيالۍ لپاره د وحدت د گوند مشر محمد محقق له ولسي جرگې استعفا وکړه.
داسې ښکاري چې د نوي انتخاباتي اتحاد چې له راڅرگندېدو يې د گوتو په شمير اوونۍ لا نه دي تيرې شوي د دړې وړې کيدو په حال کې دى. دا هغه اتحاد و چې مشران يې تر ډيره جهادي او تنظيمي مشران او سياسي سټې وې چې دا مهال د واک د تر لاسه کولو پر سر سره جوړ جاړي ته نه رسيږي.








