کرزی: طالبان د نورو په امر خلک له ټاکنو راګرځوي

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۴ کال د اپریل په میاشت کې کېدونکې دي.
د عکس تشریح، په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۴ کال د اپریل په میاشت کې کېدونکې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کندز ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر د رئيس انجنیر امان الله امان وژنه په کلکو ټکو وغندله.

ښاغلی امان د چارشنبې په ورځ ( د سپتمبر ۱۸) په کندز کې د وسله والو له خوا ووژل شو.

ولسمشر کرزي پر دغه برید وویل"طالبان د خپلو بهرني بادرانو په دستور د دا ډول بریدونو له لارې غواړي چې افغانان په ټاکنو کې برخه وانه خلي او د خپل راتلونکي برخلیک ونه ټاکي."

په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر د ولسمشر حامد کرزي له خولې وايي "طالبان د دا ډول ترهګرو کړنو له لارې غواړي زموږ خلک له واک او پرمختګ نه وروسته پاتې شي، چې زموږ د ملت برخلیک پردي تعيين کړي."

خو افغان مشر وايي د طالبانو دا ډول کړنې به نه یوازې په ټاکنو کې د خلکو د فعالې ونډې مخه ونه نیسي، بلکې افغان ولس به لا هم ژمن کړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

ولسمشر کرزي خبرداری ورکړ چې د دوی په وینا د افغانستان دښمنان او مزدوران يې باید په دې پوه شي چې سراسري ټاکنې به حتمآ ترسره کېږي، د دښمنانو توطیې به شنډې شي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۴ کال د اپریل په میاشت کې کېدونکې دي.

د ولسمشرۍ او د ولایتي جرګو د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې چاره د سپتمبر له ۱۶ مې نېټې پيل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام کوي.

ډېر وېره لري چې ښايي نا امنۍ د ټاکنو لپاره تر ټولو لوی سرخوږی پېښ کړي خو افغان چارواکي وايي چې دوی د رایه اچوونکو د امنیت ساتنه کولی شي.