د هرات ۱۴۰۰ بندیانو بیا اعتصاب کړی

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, هرات
د هرات مرکزي زندان د دویم بلاک ۱۴۶۱ تنو بندیانو پرون مازدیګر څو ساعته وروسته تر هغو اعتصاب اعلان کړی چې له کابله یو جګپوړی راغلی پلاوی د لومړي بلاک د یوشمېر زندانیانو د غوښتنو د اورېدو لپاره زندان ته ورغی.
د لومړي بلاک شاوخوا ۳۰۰ زندانیانو وړمه ورځ د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی و.
په دوی کې دواړه سیاسي او جنایي بندیان شامل دي.
دوی وایي غوښتنې یې په وار وار اورېدل شوې، خو ځواب یې نه دی موندلی.
ځینې نور بندیان وایي له هغو فرمانونو له ګټې اخیستنې بې برخې پاتې کیږي چې د افغانستان د ولسمشر لخوا د بندیانو د بخښنې یا د دوی د سزا د کچې د کمولو په موخه صادریږي او یو شمیر یې ټینګار کوي چې د وژنې، سړي تښتونې او یا د نشه یي توکو په تړوا نیول شوي بندیان هم باید د د ولسمشر د بښنې او یا د سزا د کچې د راټيټولو په فرمانونو کې شامل شي.
د ولسمشر فرمان
د هرات د ښاري ابتدایي څارانوالۍ مشر ګل احمد رامش وایي د دوی غوښتنې اورېدل شوي:

''هغه پلاوی چې له کابله راغلی وو د دوی غوښتنې واورېدې او له دې کبله چې دا مسایل په کابل کې هوارېدی شي او د جرمونو د تخفیف او یا بخښنې واک په ولسمشر پورې اړه لري، دوی دا غوښتنې کابل ته لیږدولې دي. له دې سره هم مهاله یو سیمه يیز پلاوی چې پکې د هرات د محکمې او څارانوالۍ او عدلیې او محبسونو د ریاستونو استازي دي، ټاکل شوی او دوی محبس ته ورغلي چې له بندیانو سره وګوري''.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د زندانینو د اعتصاب په اړه رپوټونه ورکړل شوی.
خو د هرات سیمه يیز چارواکي وایې په دیې ولایت کې یوه دوسیه هم نه شته چې په وخت یې په اړه پریېکړه نه وي شوې، خو دوی وایي کله کله په کابل کې له ټولو ولایتونو د ورلېږدل شویو دوسیو د زیاتېدو له کبله د دوسیو د څېړلو چارې ځنډېږي.








