د غزني ولایتي بیارغونې پر مرکز د طالبانو ډله ییز برید

د غزني ولایتي بیارغونې ټیم پر مرکز وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی، چې له کبله یې پنځه بهرنیان، دوې افغان مېرمنې او یو ماشومن ټپیان شوي.
د غزني ولایتي بیارغونې مرکز کې امریکايي او پولنډي پوځيان مېشت دي.
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، برید د چارشنبې مازدیګر څلور بجې هغه مهال پیل شو، چې د دفتر پر ختيځ دېوال له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر وجنګول شو او وچاودېد.
نوموړی وايي، چې بیا وروسته نورو په وسلو سمبالو کسانو د دغه دفتر پر لوېديځه دروازه برید وکړ.
احمدي زیاتوي، چې د برید پایله کې پنځه ولسي وګړي ټپیان شول.
دی وايي، چې دفتر ته د زیان په اړه معلومات نه لري.
د غزني ولایتي بیارغونې دفتر کې امریکايي او پولنډي سرتېري مېشت دي.
د ښاغلي احمدي په وینا، مازدیګر مهال هم د ډزو غږونه اورېدل شوي، خو معلومه نه ده، چې ایا برید کوونکي له منځه تللي او که څنګه.
غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی د برید سیمې ته ورغلی او وايي چې اوس د ډزو غږونه نه اورېدل کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې هلته ځینو امنیتي کسانو ځینې ټپي شوي پولیس او ولسي وګړي ولېږدول.
د دغه برید مسؤولیت وسله والو طالبانو منلی ده.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته یوه خبرپاڼه کې د ګڼو بهرنیو پوځيانو د وژل کېدا ادعا کړې ده.








