افغان امنیتي ځواکونه وايي د ټاکنو امنیت ته چمتو یو

د افغانستان د امنيتي ځواکونو مشرانو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له چارواکو سره په گډه خبري ناسته کې په زغرده وويل، چې د ټاکنو تر رارسېدو پورې به دوى ټولې هغه نيمگړتياوې له منځه يوسي چې په تېرو هغو کې د امنيتي ترينگلو حالاتو او يا هم د رڼښت په اړه يې د خلکو اندېښنې زياتې کړې وي.
کابل کې د بي بي سي خبریال محمود کوچی خپل رپوټ کې کاږي، چې د کورنيو چارو سرپرست وزیر مجتبى پتنگ وويل د هغو ۲۵۹ مرکزونو په تړاو چې پخوا يې په اړه امنيتي اندېښنې راولاړې شوې وې هلته به هم د ټاکنو اړين توکي واستول شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني هم اوسني امنيتي حالات او د امنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلې او ويې ويل چې دغه پلا پخپله افغان ځواکونه د ټاکنو په خونديتوب کې ښکېل دي، نو په وينا يې د ده لپاره دغه خبره ډېره ډاډمنونکې ده.
په دغه خبري ناسته کې د کورنيو چارو د وزارت تر څنگ د دفاع وزارت چارواکو او د ملي امنيت د مشرتابه ځينو غړو هم برخه لرله او ويې ويل، چې له دې وروسته به دوى د ټاکنو د کمېسيون له چارواکو سره گډې ناستې پاستې ولري او ټولې امنيتي ننگونې به سره وارزوي، چې د ځينو خلکو لپاره يې اندېښنې راولاړې کړي دي.
د افغانستان ولسمشريزې او د ولايتي شورا گانو ټاکنې د راتلونکي لمريز کال د وري میاشتې په ديارلسمه نېټه ترسره کيدونکې دي، چې تر دې مهاله امنيتي ستونزې يې پر مخکې لوی خنډونه ياد شوي، چې هم يې سياستوال او هم يې ولسي وگړو ته اندېښنې راولاړې کړي دي.




