ولسمشر کرزی راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي

کرزی
د عکس تشریح، افغان لوري پاکستان ته د ښاغلي کرزي د سفر لپاره شرط ايښی چې د سولې له بهير سره مرسته وکړي

افغان حکومت وايي چې ولسمشر حامد کرزى به په راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي په دغه سفر کې به ښاغلى کرزى له پاکستاني چارواکو سره د سولې او ټيکاو، د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې پر سختولو، او د افغانستان د سولې بهير د پياوړتيا په اړه وغېږي.

تر دې وړاندې افغان حکومت ويلي و، تر هغه چې د دوى شرطونه نه وي منل شوي، دغه سفر به تر سره نه شي.

محمود کوچۍ په خپل راپور کې کاږي، په هغو شرطونو کې د سر، سر خبره د افغانستان د سولې بهير سره د پاکستانۍ غاړې هر اړخيزه همکاري په گوته شوې وه.

که څه هم واک ته په پاکستان کې د لومړي وزير نواز شريف له رسيدو سره سم د ولسمشر حامد کرزي د سفر خبره د ژبو پر سر وه، خو دا دى اوس افغان چارواکي وايي ښايي دغه سفر په راتلونکې اوونۍ کې وشي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو ويلي وو، که دغه سفر د پخوانيو هغو په څير بې پايلې وي او ځانگړې اجندا و نه لري، نو کيداى شي دغه سفر ترسره نه شي.

و د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، دا پلا د دغه سفر اجندا چمتو شوې او کيداى شي دغه سفر د روانې ميلادي مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې تر سره شي.

ترهګرۍ ضد جګړه

تر دې وړاندې افغان چارواکو ويلي وو، که پاکستان د ترهگرۍ پر وړاندې په خپلو هلو ځلو کې چټکتيا را نه ولي، او دا رنگه د افغانستان د سولې له بهير سره ريښتيني مرستې ته ور ونه دانگي ښايي دا سفر تر سره نه شي.

دا رنگه افغان چارواکو دا هم په ډانگ پيلې توگه ويلي وو چې په تيره لسيزه کې هغه سفرونه چې افغان ولسمشر اسلام اباد ته کړي بې پايلې وو او د افغانستان د سولې له بهير سره يې مرسته نه ده کړې.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف دوه ځلې له ښاغلي کرزي سره تليفوني اړيکي نيولي و او هغه ته يې اسلام اباد ته د سفر بلنه ورکړې وه.

د ځینو شنونکو په باور، د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت به وکړای شي دا ځل په سیمه کې د اور لمبې مړې کړي او زیاتوي چې ښايي ښاغلی شریف پوځ پرې نه ږدي، چې ملکي حکومت تر خپل فشار لاندې راولي.

افغان چارواکي هم هیله ښیي چې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي دغه سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو په برخه کې یو نوی پیل وي.