وردګو کې د موټرسایکل پر ګرځېدو بندیز ولګېد

د افغانستان پلازمېنې ګاونډ میدان وردګو کې د امنیتي ستونزو د لیرې کولو په خاطر پر موټرسایکلونو بندیز لګولی شوی.
د میدان وردګو مطبوعاتي دفتر خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د چارشنبې ورځې د امنیتي غونډې پرمهال وشوه.
د ویناپاڼې پربنسټ، دې غونډه کې د وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼي هم ګډون کړی و، او ټولو امنیتي ارګانونو ته یې امر وکړ، چې تر دې وروسته دې په دغه ولایت کې پر موټر سایکلونو بندیز جدي کړي.
ظاهراً د دې پرېکړې لامل دا ښوول شوی، چې ګني وسله وال په ځینو سیمو کې له موټر سایکلونو په ګټې اخیستو امنیتي ستونزې جوړوي.
د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي مني، چې دا پرېکړه به د عامو خلکو پر ژوند هم منفي اغېز وکړي، خو وايي بله چاره یې نه وه.
خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، څوک چې له دې امره سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي، خو دا نه ده په ډاګه شوې، چې د سرغړوونکو سزا به څه وي.
دوه کاله مخکې، پکتیکا ولایت کې په موټرسایکلونو محدودیتونه زیات شوي وو.
تېر کال د زابل ولايت د مرکز کلات او يو شمېر نورو اړوندو ولسواليو اوسېدونکو گوت څنډنه کړې وه، که حکومت پر موټر سايکلونو لګېدلی بنديز پورته نه کړي نو دوى به په سوله ییزو لاريونونو لاس پورې کړي.
پرووسږ کال غزني ښار کې هم پر موټر سايکلونو بنديز لګېدلی و چې په غبرگون کې يې وسله والو طالبانو د لسگونو ښوونځيو د يو شمېر ښوونکو او زده کوونکو گواښل پيل کړل.

چارواکي وايي د افغانستان پر سړکونو نژدې دیرش په سلو کې خونړۍ ترافیکي پېښې د موټرسایکلونو له کبله رامنځ ته کېږي.
د ترافیکو مسوولین وايي پر سړکونو ورځ تر بلې ډېر ځغلیدونکي موټرسایکلونه او ناسم استعمال یې د ترافیکي پېښو د زیاتېدو سبب کېږي.
د ګمرک چارواکي وايي هره میاشت یوازې د هرات ولایت له لارې د موټر سایکل په پرزو بار نژدې پنځوس بار کانټینر واردېږي، چې له دغو پرزو څخه بیا په هېواد کې د ننه نژدې ۱۲۰۰۰ موټر سایکل جوړیږي.
د افغانستان د حکومت ډېر وسله وال مخالفان هم د غلچکي بریدونو لپاره موټرسایکلونه کاروي او له همدې امله افغان چارواکو د هېواد په یو شمېر سیمو کې د موټرسایکلونو پر استعمال بندیز لګولی.








