اروزګان کې دوه قومي مشران وژل شوي

د خاص اروزګان ولسوالۍ په عاشرې کلي کې دوه قومي مشران ناپېژاند وسله والو په ډزو وژلي دي.
د اروزګان د والي ویاند عبدالله همت وایي، دغه دوه قومي مشران هغه مهال تر برید لاندې راغلل چې په خپلو ځمکو کې بوخت وو.
د همت په خبره، وژل شوي مشران ملک عبدالحی او حاجي محمد شریف د خپل کلي مشران وو، چې له حکومت سره یې هېڅ ډول اړیکې نه درلودې.
دا په اروزګان کې د قومي مشرانو د هدفي وژنو لومړۍ کړې نه ده.
تر دې وړاندې هم یوشمېر قومي مشران او دیني عالمان د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي، چې ډېر کله وسله وال طالبان له دا ډول پېښو وروسته بې خبري ښيي.
خو سیمه ییز چارواکي یې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.
هلمند
بل خوا، د تېرې شنبې په ورځ له غرمې وروسته هلمند کې د ماین چاودنې لږترلږه پنځه ولسي وګړي ووژل.
د هلمند امنیه قومندانۍ ویاند شمیم نورزی وايې، په دې پېښه کې د درو کوچنیانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د وژل شوو د کورنیو یو غړی معلم ظاهر وایي چې وژل شوي کسان له هراته د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته پر لاره وو، چې ګرشک ولسوالۍ کې پرې چاودنه وشوه.
هغه وایي، په دې پېښه کې د وژل شویو دریو کوچنیانو مور او پلار ټپیان دي او دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.








