ارزګان: ګډو عملیاتو کې ملکي سړی وژل شوی
د افغانستان په ارزګان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز ترینکوټ کې د امریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې یو ولسي وګړی وژل شوی دی.
د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت بي بي سي ته وویل، په دغه ولایت کې معمولاً پوځي عملیات د ولایت په مشرۍ او د امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کېږي.
د هغه په وینا د بهرنیو او افغان ځواکونو قومندانان د دې عملیاتو په اړه د جزییاتو ورکولو لپاره د ولایت مقام ته غوښتل شوي دي.




