اروزګان کې چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي
د اروزګان د ولايتې ادارې ویاند عبدالله همت وایي، د ماین چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي.
چاودنه نن یکشنبې (جون ۱۶/غبرګولي ۲۶) سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د دغه ولایت په چورۍ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملکي خلکو بايفور موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شو.
چارواکي وایي، وژل شوي او ټپیان ټول نارینه دې چې له ګيزاب د مرکز ترينکوټ په لور روان وو.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت وايي، ډاکټرانو د ټپيانو حالت د اندېښنې وړ بللی.
دغه چاودنه پرداسې مهال رامنځ ته کیږي چې د چوړۍ او مرکز ترینکوټ ترمنځ غځېدلې لاره له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ماینونو د شتون له کبله د ولسي خلکو پر مخ تړلې ده.




