م م: افغانستان اوس هم د کوکنارو لوی تولیدونکی دی

د نشه يي موادو او جرايمو پر وړاندې د ملگرو ملتونو د مبارزې اداره په خپل نوي رپوټ کې ویلي چي افغانستان لاهم د کوکنار د تر ټولو لوی ناقانونه تولید کوونکي په توګه خپل ځای ساتلی دی.
د دغه نوي رپوټ له مخې افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ ۷۴ سلنه کوکنار تولید کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړی استازی یان کوبېش وايي، د نشه يي موادو له تجارته ترلاسه شوې پریمانه پیسې، یوه بله سرچینه ده چې دغه هېواد د بې ثباتۍ پر لور بیايي.
د UNODC په رپوټ کې راغلي، په افغانستان کې د نشه يي موادو کرکیلې یو میلیون کسان زیانمن کړي دي.
په ورستیو کلونو کې په افغانستان کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دي.
نشو ته د مخې کولو لاملونه بېلا بېل دي، خو یو یې د افغانستان له کوکنارو جوړو شوو هیرویینو ته اسانه لاسرسی ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتو د وروستۍ ارزونې له مخې به سږکال په افغانستان کې لا ډېر بزګر کوکنار وکري، او اټکل دی چې د راتلونکي کال تر پایه به د کوکنارو کښت خپل تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.
په افغانستان کې کرل شوي کوکنار یوازې بهر ته نه قاچاق کېږي، په کور د ننه یې هم ډېر کاروي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو ضد ادارې یو چارواکی وايي په بازار کې د نشه يي توکو پرېمانه شته والی د دې سبب ګرځي چې ډېر خلک یې وکاروي.
د سږ کال په لومړیو کې ملګرو ملتونو په یوه بل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د اپیمو د سږني تولید نژدې نیمایي برخه له هلمنده سرچینه اخلي، خو پر هلمند سربېره، په یو شمېر نورو ولایتونو لکه تخار او ننګرهار کې هم د کوکنارو کر زیات شوی دی.








