ولسي جرګې د نفوسو احوال د ثبت قانون طرحه تصویب کړه

ولسې جرګې له ډېرو تودو بحثونو وروسته د نفوسو د احوال د ثبت قانون طرحه، چې ۳۹ مادې او اووه فصلونه لري، تصویب کړه.
ولسي جرګې ته زموږ ورغلی همکار حفیظ الله معروف وايي، که څه هم د ولسي جرګې ځینو استازو د دغې طرحې د ځینو مادو په اړه پر اساسي قانون د څار کمیسیون د نظر غوښتنه کوله، خو بیا هم د دغې جرګې د جلسې مشر محمد صالح سلجوقي د طرحې د تصویب اعلان وکړ:
''دغه قانون اووه فصله او ۳۹ مادې لري. تعدیلات یې ولوستل شول. طرحه یوځل رایې اچونې ته وړاندې کیږي. له دغه قانون سره موافق کسان دې شین کارت او مخالف دې سور کارت پورته کړي. د نفوسو احوال د ثبت قانون ۳۹ مادې د تالار په داخل کې د تایید وړ وګرځېد''.
خو له دغه اعلانه سم لاسي وروسته ځینې وکیلان د اعتراض په ډول له تالاره ووتل او دغه پرېکړه یې سمه نه ګڼله.
د دغې طرحې یوه اختلافي ماده په برېښنايي پېژند پاڼو کې د قوم د کلیمې راوړل او یا هم نه راوړل وو.
د ولسي جرګې غړي فرهادي عظیمي وايي، دغه طرحه نه ده تصویب شوې:
''زه چې د پارلمان غړی یم، او په جلسه کې مې حضور درلود، دغه طرحه تصویب شوې نه ده او موږ د د غسې طرحې د تصویب ملاتړ نه کاوه. موږ د دې پلویان یوو، چې په بريښنايي پيژندپاڼو کې قومیت ذکر شي''.
خو د ولسي جرګې ځینو نورو غړو بیا ټینګار کاوه، چې د نفوسو احوال د ثبت قانون طرحه د جرګې په اکثریت تصویب شوې ده.
''پر افغان بودن افتخار''
د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي:
''اصلاً د دغه قانون هره ماده تصویب شوې ده، نن یې اخري ماده هم تصویب شوه. کله چې مادې تصویب شي او په ټوله ییز ډول هم پرې رایه اچونه وشي، نو قانون تصویب دی. په افغانستان کې دې ځینې اشخاص د ځان په ګټه قومونه استعمالوي. څوک چې پر افغان بودن افتخار نه کوي، هغه افغان نه دی او دغه قانون تصویب شوی دی''.
ټاکل شوې د دغه طرحې د تصویب له ټولو قانوني پړاوونو وروسته، په افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ هم پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت پخوا ویلي و، چې د نفوسو احوال د ثبت قانون له تصویب وروسته د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پيلوي.








