په ملي شورا کې پارلماني اقتصادي بنسټ جوړ شو

د پارلماني اقتصادي بنسټ د جوړويدو په پرانستونکې غونډه کې يو شمير افغان وزيرانو،سوداگرو او له خصوصي سکتور سره تړاو لرونکو کسانو برخه اخستې وه.
د عکس تشریح، د پارلماني اقتصادي بنسټ د جوړويدو په پرانستونکې غونډه کې يو شمير افغان وزيرانو،سوداگرو او له خصوصي سکتور سره تړاو لرونکو کسانو برخه اخستې وه.

د افغانستان په ملي شورا کې پارلماني اقتصادي بنسټ جوړ شو. د دغه ځانگړي بنسټ موخه د اقتصاد او سوداگرۍ په برخو کې نوې طرحې جوړول،ارزول او تصويبول دي.

د دغه بنسټ مشر او د ولسي جرگې د اقتصادي کمېسيون مرستيال رمضان جمعه زاده، کابل کې د بي بي سي خبریال مصطفی سالک ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د افغانستان د اقتصاد په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي نو اړتيا ليدل کېده چې په ملي شورا کې ورته دغه اړوند کمېسیون جوړ شي.

د پارلماني اقتصادي بنسټ د جوړويدو په پرانستونکې غونډه کې يو شمېر افغان وزيرانو، سوداگرو او له خصوصي سکتور سره تړاو لرونکو کسانو برخه اخیستې وه.

د غونډې گډونوالو باور درلود چې گواکې افغانستان په تېره لسيزه کې پام وړ پرمختگ کړې دى او په وينا يې په هره کچه چې يوه ټولنه پرمختگ کوي پيچلتيا يې ډېرېږي،چې وايي د دغه راز پيچلتياو د هوارولو لپاره نوې طرحې او قوانين جوړول او تصويب شي اړين دي.

وينا والو ويل چې دغه قوانين به وکړاى شي چې د صنعت کارانو، سوداگرو او لگښت کونکو گټې انډول کړي او ټولنه له کړکيچه وژغوري.

د افغانستان د پارلماني اقتصادي بنسټ مشر او د ولسي جرگې د اقتصادي جرگگۍ مشر رمضان جمعه زاده وويل چې د دغه بنسټ جوړولو موخه د دغو چارو لپاره طرحې جوړول،ارزول او تصويبول دي.

د غونډې وينا والو ويل چې اوسمهال د افغاستان د اقتصاد په پرتليزه پياوړتيا کې د نړيوالو مرستو او بهرنيو ځواکونو د لگښتونو رول پام وړ دى، چې وايي تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته، يانې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته يې ښايي داکچه په پام وړ ډول ښکته راشي.

وايي پر دې بنسټ دا اړتيا ليدل کېده چې تر يادې شوې نېټې وروسته د اقتصادي چارو د پياوړتيا لپاره يو ځانگړې پارلماني بنسټ جوړ شوى واى.

د يو شمېر گډونوالو غوښتنه وه،چې صنعت کاران،سوداگر،لگښت کونکي او اړوند کارپوهان دى هم په دې برخه کې ښکيل شي او لامل يې دا په گوته کړ چې په داسې کولو سره به دا بنسټ ښه کار وکړي او حکومت به اړوي چې د دوى له خوا جوړې شوې او د ملي شورا له خوا تصويب شوي طرحې په سمه توگه توشيح کړي.