ولسې جرګه: یو میلیون جریبه ځمکه زورواکانو غصب کړې

- Author, ګلستان شینواری
- دنده, کابل
د افغانستان ولسي جرګې د پلټنو په پایله کې موندلې، چې په دغه هېواد کې څه باندې یو میلیون جریبه ځمکه د داسې زورواکانو او اقتصادي مافیا لخوا غصب شوې، چې د یو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو لخوا یې ملاتړ کېږي.
په ولسي جرګه کې د حکومت د کړنو د څېړنې او ارزونې کمېسون په دې اړه څېړنه کړې او د ځمکو د لاندې کوونکو یو نوملړ یې هم جوړ کړی دی.
د دغه نوملړ د افشا کېدو د پلویانو او مخالفینو تر منځ تاوده بحثونه د دې لامل شول، چې د جرګې غونډه د ګډوډۍ خوا ته لاړه شي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې دغه نومونه دې تر راتلونکو دوو میاشتو له اسنادو سره جرګې ته وړاندې شي.
د ولسي جرګې د حکومت د کړنو د څېړنې او ارزونې کمېسون، چې ۲۳ غړي لري، شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د ځمکو او عامه شتمنیو د غصب د ارزولو او د دغو ځمکو د لاندې کوونکو د پېژندلو پر کار پیل کړی و.
دغه کمېسیون د خپلو څېړنو راپور ولسي جرګې ته وړاندې کړ.
د یاد کمېسون یوه غړي شېرولي وردګ وویل، چې په تېرو دولسو کلونو کې کابو یو نیم میلیون جریبه ځمکه د داسې زورواکانو لخوا لاندې شوې، چې تر شا دولتي ملاتړ لري.
د جرګې غړو وویل، داسې اسناد شته، چې ډېر ناقانونه ښارګوټي د ولسمشر یا د هغه د مرستیالانو په لاسلیک جوړ شوي دي.
دغه کمېسیون همدراز د ځمکو د لویو غاصبانو په نامه د نومونو یو نوملړ هم جوړ کړی دی.
خو چارواکو یې وویل، دا چې دا کسان تر اوسه د محکمې لخوا مجرمان نه دي بلل شوي، د اوسمهال لپاره د دوی د نومونو له ډاګیزولو ډډه کوي.
که څه هم د حکومت د کړنو د څېړنې او ارزونې کمېسون دا راپور یوه لویه لاسته راوړنه وبلله، خو یو شمېر جرګه والو د ځمکو د لاندې کوونکو د نومونو له ډاګیزولو پرته د دغه رپوټ نشرول یو بې معانا کار وباله.
خو یو شمېر نورو غړو بیا نه غوښتل چې په یاد نوملړ کې د شاملو کسانو نومونه افشا شي.
د جرګې یو تن غړی محمد علي علي زاده:
" داسې و نه شي، چې دلته یوه غیر عادلانه لانجه راپورته شي او د هېواد د یو شمېر مخورو کسانو نوم بد شي او کوم حقوقي اغېز هم و نه لري."
د حکومت د کړنو د څېړنې او ارزونې کمېسون له جرګې وغوښتل چې دوی ته دې دوه میاشتې نور وخت ورکړل شي، چې د ځمکو د لاندې کوونکو وروستی نوملړ او لازم اسناد چمتو کړي او ولسي جرګې ته یې وړاندې کړي.
د جرګې ډېرو غړو له دغه وړاندیز سره هوکړه وکړه.
یاد کمېسون د ځمکو د لاندې کوونکو د مجازاتو د قانون نشتون یو له هغو لاملونو وباله چې د دوی لاسونه یې غاصبانو ته له وررسېدو لنډ کړي دي.
د حکومت د کړنو د څېړنې او ارزونې کمېسون وویل، چې د ځمکو د غاصبانو د مجازاتو د قانون مسوده یې جوړه کړې او د جرګې اتلس ګونو کمېسونونو ته یې د نظر د وړاندې کولو لپاره استولې ده.
د زورواکو لخوا د عامه ځمکو لاندې کول د افغان ولس او حکومت لپاره یوه ستره ستونزه بلل کېږي.
ویېل کېږي، چې د ځمکو ډېرو لاندې کوونکو په حکومت کې دننه د لوړپوړو چارواکو د ملاتړ پر مټ د لاندې کړو ځمکو لپاره اسناد هم جوړ کړي چې د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو لپاره یې په اوسني وخت کې د هغوی په اړه پرېکړه سخته کړې ده.








