د پکتیا ځانمرګي برید ۱۰ کسان وژلي

- Author, احسان الله مهجور
- دنده, پکتیا
پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې یو سیمه ییز پولیس، دوه امریکایي پوځيیان، پنځه د ښوونځي زده کوونکي او دوه ښاریان وژل شوي.
د څمکنیو ولسوال صالح محمد احساس بي بي سي ته وویل، په برید کې ۱۶ افغانان ټپیان شوي، چې زده کوونکي او ښاریان هم په کې دي، او پنځه امریکايي سرتېري ټپیان شوي.
ایساف منلې ده، چې په برید کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي.
د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمي اوریاخېل بي بي سي ته وویل، د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید پر موټر سایکل یوه سپاره کس د څمکنیو ولسوالۍ بازار کې د یوې لېسې مخې ته کړی دی.
نوموړی وايي، له غرمې مخکې دغه برید، داسې مهال شوی، چې په سیمه کې بهرني او افغان سیمه ییز پولیس هم وو.
اوریاخېل وايي، چې په برید کې ۲۵ کسان ټپیان شوي، چې دوه په کې امریکايي پوځيان، یو افغان سیمه ییز پولیس او نور د ښوونځي زده کوونکي دي.
د پکتیا سیمه ییزو چارواکو ویلي، برید په ولسوالۍ کې تر یوې امنیتي غونډې وروسته هغه مهال شوی، چې ایساف ځواکونه له قومندانۍ د پلي راوتلو په حال کې و، چې له دروازې نژدې شل متره لیرې برید کوونکي خپل ځان وچووه.

خو د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو تر دې مهاله په برید کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي چې د برید په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.
د پکتیا امنیه قومنداني وايي، برید داسې مهال وشو، چې د ښوونځي زده کوونکي په تفریح بهر ته راوتلي وو.
لغمان
په وروستیو اوونیو کې پر بهرنیو او افغان ځواکونو د دوی د مخالفانو بریدونه ډېر شوي دي.
څمکنۍ د پکتیا مرکز ګردیز ښار ختيځ کې له ګردېز ښاره نژدې اویا کیلومتره لیرې یوه ډېر نفوس لرونکې ولسوالي ده.
که څه هم دغه ولسوالي له پاکستان سره ګډه پوله نه لري، خو د سرحد او څمکنیو ترمنځ یوه بله ولسوالي پرته ده.
تر اوسه د پېښې مسؤولیت چا نه دی منلی.
بل خوا د افغانستان په ختيځ لغمان ولایت کې مرکز ته څېرمه د ولسي وګړو یو موټر پر ماین ختلی، چې د ښځو په ګډون د یوې کورنۍ اوه غړي یې وژلي دي.








