امريکايي شرکت افغان سیاستوالو ته په پيسو ورکولو تورن شو

د افغانستان د ملي امنیت شورا د امریکايي او ناټو ځواکونو یو اکمالاتي شرکت په دې تورن کړی چې ګواکې د دغه هېواد سیاستوالو ته پیسې ورکوي.
د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې دا نه دې ويل شوي چې دغه پیسې کومو سیاستوالو ته ورکول کېږي.
دا هم نه دې ویل شوي چې د څه لپاره دغه شرکت پیسې ورکوي.
اعلامیه وايي د ملي امنیت د شورا غونډې چې ولسمشر کرزي یې مشري کوله ملي امنیت او مالیې وزارت ته دنده سپارلې چې د دغې موضوع پلټنه وکړي.
غونډې له یادو ادارو غوښتي چې ژر تر ژره دوی ته د خپلو پلټنو او څېړنو رپوټ ورکړي.
د انهم شرکت د میلیاردونو ډالرو قراردادونه ترلاسه کوي چې په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته اکمالات ورسوي.
په کابل کې ځینې سرچینې وايي د افغانستان د ملي امنیت شورا د دغه شرکت له خوا افغان سیاستوالو ته د پیسو ورکړه د ۲۰۱۴ کال له انتخاباتو سره تړي.
ولسمشر کرزي ته نژدې سرچینې اندېښنه لري چې ګواکې لوېدیځ غواړي چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د داسې چا ملاتړ وکړي چې د دوی په وینا ٬خپل کس٬ یې وي.
سرچینې وايي ولسمشر کرزي څو واري له امريکايي چارواکو سره په دې وروستیو میاشتو کې دا خبره یاده کړې چې د ۲۰۱۴ کال په افغان ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه و نه کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۱۴ کال کې کېدونکې دي خو تر اوسه ورته ښکاره کاندیدان څرګند نه دي.
په افغانستان کې د ځینو مخکښو سیاسي څېرو په باب ګنګوسې دي چې کاندیدان به وي چې ځینو یې په مرکو کې منلې جدي فکر پرې کوي.








