افغانستان کې ۴ ازبکي خصوصي تلوېزیونونه جوړ شول

د تېرو څو میاشتو پرمهال په افغانستان کې په ازبکي ژبو څلورو خصوصي تلوېزیونونو ته د خپرونو جواز ورکړل شوی، چې درېیو یې خپرونې پیل کړې دي.
د افغانستان په اساسي قانون کې د ازبکي ژبې تر رسمې کېدو وروسته، په دغه ژبه ګڼې راډیوګانې او تلوېزیوني خپرونې پیل شوې دي.
د دغه هېواد په نژدې لسو ولایتونو کې په ازبکي ژبه دغه تلوېزیونونه کتل کېږي، خو تر اوسه ایله د "باتور" په نامه یوه خصوصي ازبکي تلوېزیون سپوږمکۍ ته لاره موندلې ده.
د "الماس" په نامه تلوېزیون چلوونکی انجنیر نظیف صالحي وايي، د تلوېزیون له جوړولو یې هدف دا نه دی، چې سوداګري وکړي یا سیاسي فعالیت ډېر کړي، بلکې د افغانستان ازبک توکمو په منځ کې کلتوري فعالیتونو پراخه کړي.
ښاغلی نظیف وايي، د تلوېزیوني چارو د مخته وړلو په برخه کې د مسلکي کسانو د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، چې تر ډېره د افغانستان ګڼې خصوصي رسنۍ هم له دا ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي:
"په اوزبکستان کې ډېر زیات فلمونه، سریالونه او سندرې تولید شوې دي. موږ د ازبکستان همدغه تولیدات د خپل تلویزیون له لارې خپروو. خلکو هم دغه تولیدات خوښ کړي دي. په تېر کې د ازبکي ژبې د پراختیا لپاره زمینه کمه وه. نن موږ د خپل کار مخته وړلو لپاره د ازبکستان تولیدات د یوې اړتیا په توګه اخلو، تر اوسه له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې. که چېرې د ازبکستان حکومت زموږ کدرونه وروزي، موږ به ډېر خوشاله شو".
د افغانستان د ننه په ازبکي رسنیو، په تېره بیا په ازبکي ژبه خپرېدونکو تلوېزیونونو کې د مسلکي کسانو نشتوالی د دې لامل شوی، چې خلک له دغو تلویزیونونو مخ واړوي.
خو د نوي جوړ شوي "ای" تلوېزیون د خپرونو مشر محمد عالم کوهکن وايي، د مسلکي کسانو نشتوالی د دې لامل شوی، چې په ازبکي ژبو د خپرېدونکو تلوېزیونو د پروګرامونو کیفیت ټيټ پاتې شي:
"کله چې دغه تلوېزیونونه وغواړي، چې په بریاليتوب سره کار او فعالیت وکړي، نو تر ډېره باید د خپلو کدرونو پر روزلو خپل پام ورټول کړي. که دا کار وکړي، نو دوی به هم د هغو تلوېزیونونو په کتار کې راشي، چې ډېر مینه وال او کتونکي لري".
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر ماتې وروسته، د اینې په نامه په ازبکي ژبه لومړی خصوصي تلوېزیون د افغانستان په شمال کې جوړ شو، چې تر ډېره یې په ازبکي او دري ژبو خپرونې کولې.
پر همدې مهال، بیا وروسته د افغانستان په ملي تلوېزیون، "اریانا"، "ارزو"، "نور" او "راه فردا" خصوصي تلوېزیونونو کې ځینې خبري ساعتونه او پروګرامونه ازبکي ژبې ته ځانګړي شول.
که څه هم د ازبکستان تلوېزیونونه د ځینو سریالونو، تاریخي او ادبي مستندو فلمونو او سندرو په تولید کې د افغانستان د تلوېزیونونو په پرتله مخکې بلل شوي، خو د بیان د ازادۍ په برخه کې د افغانستان په پرتله کمه خپلواکي لري.








