تخار کې بیا د ښوونځي نجونې مسمومې شوې

د پوهني وزارت ویاند امان الله ایمان وایي په تېر کال کې دواړه هم زهري توکي او هم د هوا ککړتیا د دې پېښو لامل شوی.
د عکس تشریح، د پوهني وزارت ویاند امان الله ایمان وایي په تېر کال کې دواړه هم زهري توکي او هم د هوا ککړتیا د دې پېښو لامل شوی.

د تخار ولایت د یوه ښوونځي زده کوونکي نن بيا مسمومې شوي.

د تخار ولایت د بي بي مریم د ښونځي زده کوونکي چې ډېری یې د سر له ګرځېدو او زړه بد والي خبره کوي وایي د درس پر مهال یې یو ډول بوی احساس کړی او بيا دغه حالت ورپېښ شوی دی.

دوی وایي "یو ډول تېز بوی مو احساس کړ چې دماغونه يې را وسوځول. نه پوهېږم چې څه وو، خو لاس او پښې مو ولړزېدل. په خیمه کې ناستې وو چې یو ډول بوی راغی. ښوونکي ته مې وویل چې بوی دی خو هغه وویل نشته. په همدې وخت کې مو سر وګرځېد. یوه ټولګي واله مې ولوېده او ورپسې نورې هم ولوېدې."

د نجونو کورنۍ هم د روغتون او ښونځي دروازو تر شا د خپلو لوڼو د روغتیایي وضعیت ښه کېدو ته په انتظار دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو په تېره بيا په همدې تخار ولایت کې په لسګونو نجونې مسمومې شوې دي خو دا خبره څومره کره ده چې دغه نجونې په رښتیا په زهري موادو مسمومې شوي او که رواني ستونزې دغسې حالت رامنځ ته کوي.

دغه راز طالبانو هم هرځل د دغو پېښو په اړه نا خبري ښودلې او هغه یې په کلکه غندلي دي.

د پوهني وزارت ویاند امان الله ایمان وایي په تېر کال کې دواړه هم زهري توکي او هم د هوا ککړتیا د دې پېښو لامل شوی.

خو ښاغلی ایمان وایي د نننۍ پېښې په اړه شونې ده چې د هوا ککړتیا د زده کوونکو پر ذهنیتونو اغېز کړی وي.

د تخار د مرکزي روغتون مشر جمیل فروتن هم خبریالانو ته ویلي چې لا هم په کره ډول نشي ویلای چی د دې پېښي لامل څه دی.

"فعلا موږ په کره ډول نشو ویلای چې آیا دوی مسموم شوي که څنګه. ښایي کومه ستونزه به وه چې دوی په ډله ییزه توګه هم چیغې وهلې او هم بې حاله دي خو د مسمومیت په اړه دم ګړۍ څه نشو ویلی."

بل خوا د عامې روغتیا د وزارت ویاند کنشکا ترکستاني بي بي سي ته ویلي چې لومړنیو څېړنو ښودلې چې دغه نجونې په یو ډول موادو مسمومې شوي خو وایي څېړنې یې تر اوسه نه دي بشپړې شوي:

"د هغه راپور له مخې چې موږ ته راغلی، لومړنۍ څېړنو ښودلې چې دوی مسموم شوي ځکه کله چې روغتون ته وړل شوي په دوی کې د ضعفیت او زړه بدوالي نښې لیدل کېدې. نو ویلی شو چې ښایي دوی مسمومې شوې وي، خو پلټني پیل شوي او تر اوسه لا څرګنده نه ده چې له څه ډول توکو کار اخیستل شوی دی."

د تخار یو شمېر اوسېدونکي وایي که وضعیت همدا ډول دوام وکړي نو دوی به خپلې نجونې له ښونځيو را وګرځوي.

"فعلا زما خپله دوې لوڼي په همدې ښونځي کې دي. د یوې بوټ، چادري او کتابونه دننه په ښونځي کي دي. کله چې زما عزت پر ځای نه وي، نو زه دا ډول پوهه څه کوم؟" زموږ له نظره که چېري حکومت د ښونځي امنیت نه شي ټینګولی نو موږ ولې خپل اولادونه ښونځي ته پرېږدو."

د پوهني وزارت چارواکي بيا وایي چې له ښونځیو د نجونو ګرځول د ستونزې حل لار نه ده او وایي په دې اړه یې د اړوندو ادارو په همکارۍ اړین تدابير نیولي دي.

په افغانستان کې د ښونځي د نجونو د مسومیت لړۍ له څو کلونو را په دې خوا پیل شوې چې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوي دي.

خو ډېری پېښي په تخار ولایت کې له تېر کال راهیسي پیل شوي او د مسموم شویو نجونو شمېر چارواکي تر دوه نیم زره ډېر یادوي.

د دغو پېښو د اصلي لاملونو د موندلو په اړه ناټو هم ویلي وو چې ارزونې به کوي خو تر اوسه د هغو پلټنو پایلې نه دي معلومې شوي.