افغانستان د کال یوازې زر کتابونه چاپوي

نجیب منلي وویل، که ۲۰ میلیون افغانان لوستي وي، هر کال یو کتاب راونیسي، د کال ۲۰ میلیون کتابونه کېږي.
د عکس تشریح، نجیب منلي وویل، که ۲۰ میلیون افغانان لوستي وي، هر کال یو کتاب راونیسي، د کال ۲۰ میلیون کتابونه کېږي.

د کتاب د نړیوالې ورځې په ویاړ، په لومړي ځل په افغانستان کې دغه ورځ ''د کتاب ښار'' په نامه ولمانځل شوه.

د کتاب د نړیوالې ورځې رارسېدو په مناسبت، په کابل کې د کتابونو یو نندارتون هم جوړ شوی و.

د 'کتاب ښار' مسؤول نجیب منلی د مراسمو په پیل کې خبریالانو ته وویل چې: ''په دې نندراتون کې دوه زره کتابونه موجود دي، چې افغانستان کې یې سابقه کمه ده''.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د کتابونو د خپرولو په برخه کې د کتاب وړاندې کوونکو ترمنځ سیالي کمه ده، خو ستونزې ډېرې دي؛ ځکه چې تر اوسه نه یو توانېدلي، چې د کتاب خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړای شو.

منلي ټینګار وکړ، که چېرې په افغانستا نکې ۲۰ میلیونه وګړي لوستي وي، او هر یو په کال کې یو کتاب راونیسي، موږ به هر کال ۲۰ میلیون کتابونو ته اړتیا ولرو، چې دغه اړتیا تر اوسه د خصوصي برخې او افغان حکومت له خوا نه ده تامین شوې.

د ISBN ستونزه

هغه په افغانستان کې د کتابونو خپرولو خصوصي برخې ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د د کتاب د نړیوالې شمېرې (ISBN) جواز اخیستی دی.

ده وویل، چې تر اوسه خپلو کتابونو ته د نړیوالې شمېرې په ورکولو نه دي توانېدلي، همدا ده چې په افغانستان کې د چاپېدونکو کتابونو د شمېر څرک نه لګېږي.

نجیب منلي زیاته کړه چې دا مهال د نارسمي شمېرو له مخې، نژدې یو میلیون کتابونه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي، چې زیاتره برخه یې له ایران او پاکستانه د هېواد بازارونو ته راوړل کېږي.

کتابونه
د عکس تشریح، افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو نژدې یو میلیو کتابونه په کال کې راوړل کېږي.

منلي دې ته په اشارې سره، چې په افغانستان کې د کتاب لوستلو دود ته پام نه دی شوی، وویل ''موږ نه شو کولای، چې د خپلو ګاونډیو تاجکستان او ازبکستان د کتابونو بازار کې نفوذ وکړو، او بل دا چې هند د افغانستان د علمي او کلتوري کتابونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره تر ټولو مناسب دی''.

هغه په افغانستان کې د چاپ شویو کتابونو شمېر نژدې زر ټوکه وښود، او وویل چې د ایران په څېر هېواد په پرتله چې په کال کې تر سلو زرو ډېر کتابونه چاپوي، ډېره لږه شمېره ده.

هغه وویل، چې په زیاترو هېوادونو کې هر کال له اوو تر اتو سلنې پورې د خپلو ملي ناخالصو تولیداتو برخه کلتوري بازارونو ته ځانګړې کوي، حال دا چې په افغانستان کې دغه کچه یوازې صفر اعشاریه صفر ۳ ده.

منلي ټینګار وکړ، که چېرې افغانستان خپله کلتوري بودیجه زیاته کړي، موږ به هر کال له درو تر څلورو میلیاردو ډالرو پورې عواید ولرو، چې دغه بهیر کولای شي چې افغانستان ته د نړیوالو مرستو په زیاتوالي کې اغېزناکه پرېوځي.