غزنی رسماً د اسلامي نړۍ پلازمېنه اعلان شو

غزنی په ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادوننو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسیسکو) له خوا د ۲۰۱۳ کال د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.
د عکس تشریح، غزنی په ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادوننو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسیسکو) له خوا د ۲۰۱۳ کال د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.

د افغانستان په سوېل کې لرغونی غزنی ښار د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اسلامي نړۍ د ۲۰۱۳ کال د کلتوري پلازمېنې په توګه په رسمي توګه ونومول شو.

غزنی په ۲۰۰۷ کال د اسلامي هېوادوننو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسیسکو) له خوا د ۲۰۱۳ کال د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.

د غزني دغو ځانګړو مراسمو ته د افغانستان د کلتور وزیر مخدوم رهین د وینا پرمهال وویل، چې دغه پرېکړه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پراختیا ته لاره هواروي.

ښاغلي رهین دا هم وویل، چې "د کلتوري پلازمېنې په توګه د غزني نومول نړیوالو ته د اسلامي نړۍ د یوه ریښتیني انځور ورکولو لپاره ښه زمینه ده، او نړیوالو ته د اسلام یو ښکاره سوله ییز پیغام دی".

په دغو مراسمو کې د ایران د کلتور او ارشاد وزیر محمد حسیني هم ګډون کړی و، چې د نوموړي په وینا نیشاپور او غزنی ښارونه سره "خور او ورور" دي.

نوموړي وویل چې نړیوالو ته د غزني د معرفي کولو کې مرسته کوي.

د ایران د کلتور وزیر دا هم وویل، چې د دغو دواړو ښارونو ترمنځ نژدې اړیکي د ایراني او افغان فرهنګپالو لپاره د دواړو هېوادونو د کلتوري میراث په پېژندلو کې ډېره مرسته کولای شي.

تاریخي ویاړ

خو د غزني والي دغو جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه د غزني نومول یو تاریخي ویاړ دی.

موسی خان اکبر زاده ټینګار وکړ، چې دغه مراسم افغانستان کې د لویو اسلامي کنفرانسونو لپاره یوه ښه پیلامه ده:

په دغو مراسمو کې یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم ګډون کړی و.
د عکس تشریح، په دغو مراسمو کې یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم ګډون کړی و.

"د نړۍ خلک فکر نه کوي، چې د افغانستان خلک یوازې په جګړې کولو پوهېږي، نورو موږ ته جګړه صادره کړې ده، موږ نورو ته کلتور او فرهنګ صادر کړی چې له بده مرغه نورو یې په مقابل کې موږ ته جګړه راولېږله".

په دغو مراسمو کې د افغانستان د ننه او بهر څخه ګڼو کلتوري کسانو ګډون کړی و.

دغو مراسمو ته د افغان کابینې ځینې وزیران هم ورغلي وو.

په پام کې ده، چې تر راتلونکو درو میاشتو پورې (میزان/تله) د ګڼو بهرنیو مېلمنو په ګډون کولو سره په غزني کې د اسلامي کلتور د مرکز د بشپړتیا لپاره یو بل لوی پروګرام جوړ شي.