د فارياب سېلابونو درې کسه وژلي

د افغانستان د شمالي ولایت فاریاب په کوهستان، بلچراغ، ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتو له امله خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
ځايي چارواکي وايي لږ تر لږه درې کسه په دغو سېلابونو کې وژل شوي دي.
د فاریاب والي محمد الله بتاش بي بي سي ته وویل د دغو سېلابونو له امله ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
ښاغلي بتاش وویل، له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه ژغورونکې ډلې دغو څلورو ولسوالیو ته رسېدلي او ټاکل شوې چې د خېمو، کالیو، د کور د وسایلو او خوراکي توکو په ګدون یو شمېر مرستې سېلاب ځپلو ته ورکړي.
د چارواکو په وینا د سېلابونو د راوتو په پایله کې سلګونه څاروي هم له منځه تللي او یو شمېر باغونو ته زیان رسېدلی دی.
تېر کال هم په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتو له امله شاوخوا ١٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي وو.




