افغان مدني ټولنو د درغلیو سپیناوی غوښتی دی

د مدني ټولنې يو شمېر غړو او په افغانستان کې د ځوانانو ځينو ډلو د هغه اداري درغليو د سپيناوي غوښتنه کړې چې تور يې د دغه هېواد د کانونو په وزارت پورې شوې دى.
يو شمېر کورنيو او نړيوالو رسنيو په دې وروستيو کې داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګواکې د کانونو وزارت د کانونو د تړونونو په برخه کې په سترې اداري درغليو تورن دى.
دغو ډلو په کابل کې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کانونو د لوټ او تالان مخه دې ونيسي.
د مدني ټولنې او د ځوان کول د دغې ناستې موخه په دې شعار جوړه شوې وه چې د افغانستان کانونه له لوټ او تالانه وژغوري.
دغه ناسته د شلو بنسټونو په نوښت جوړه شوې وه او ځينو ويناوالو د هغو رپوټونو په اړه ژوره اندېښنه وښودله چې ځينو رسنيو په کانونو وزارت کې د پراخې درغليو نه پرده پورته کړې وه.
د دغو ځوانانو بله غوښتنه دا وه چې د کانونو په وزارت کې دې نوي تړونونه وځنډول شي او پخواني هغه دې بيا له سره وارزول شي.
هغوى دا رنګه د کانونو د وزير نه د پوښتنو وړانديز هم لاره.
د هشت صبح په نامه يوې ورځپاڼې په دې وروستيو کې د کانونو په برخه کې د پراخې درغلۍ په اړه يو څېړنيز رپوټ خپور کړ چې په هغه کې د کانونو وزارت په درغليو کې ښکېل بلل شوى و.
دا رنګه په امريکا کې د وال سټريټ ژورنال په نامه بلې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د حاجيګک د اوسپنې کان ته اشاره کړې وه چې د مياشتو په تېرېدو سره د دغه کان د ايستلو چارې ځنډېدلي چې د يوې هندۍ کمپنۍ سره شوې وې.
ورځپاڼې د حاجيګک د کان د تړون په برخه کې ليکلي و چې دغه تړون هم روڼ نه دى.
خو د کانونو وزارت دغه تورونه په کلکه رد کړي او خپلې پر مخ تللې چارې يې په تېرو کلونو کې د ملي ګټو پر بنسټ بللې دي.








