کرزی پر طالب دفتر د قطر له امیر سره غږېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، قطر ته د دغه هېواد د امیر په رسمي بلنه به ولسمشر حامد کرزی د دوه اړخیزو همکاریو سربېره به هلته د طالبانو لپاره د دفتر پر جوړېدا خبرې وشي.
ښاغلي لودین وویل، چې د دواړو مشرانو ترمنځ په خبرو کې به د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر جوړولو پر سر خبرې وي.
مرستیال وزیر بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی کرزی به د قطر له امیر سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او همکاریو وغږېږي.
که څه هم د ولسمشر کرزي د سفر دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې، خو په وینا یې حامد کرزی به د سفر پرمهال له قطري چارواکو د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړي.
د افغانستان دغه جګپوړی دیپلومات قطر ته د ولسمشر کرزي د سفر په باب خوشبین ښکاري، او وايي چې شاید د طالبانو دفتر په جوړېدو سره د سولې بهیر چټک شي.
په روانه اوونۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم قطر ته تللی و، چې په اردن کې یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې هم کړې وې.
خو ښاغلي لودین افغانستان او بیا قطر ته د امریکايي وزیر سفر د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو لپاره ښه وباله.
جاوید لودین وویل، کابل ته د جان کیري د سفر پرمهال ولسمشر حامد کرزي له جان کیري سره د افغانستان په سوله کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې، خو په وینا یې د پام وړ خبرې پرې ونه شوې.








