کونړ کې ځانمرګو بریدونو یو افغان ۳ بهرني عسکر وژلي

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې پر امریکايي سرتېرو دوه ځانمرګي بریدونه شوي.
د کونړ سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې بریدونه نن سهار (چارشنبه/ اګست ۸) اسعد اباد کې د ولایتي شورا ودانۍ مخې ته پر پلي امریکايي سرتېرو شوي دي.
د کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
ایساف په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په ختيځ کې یې درې سرتېري د وسله والو په یوه برید کې وژل شوي.
بهرنیو ځواکونو د پېښې دقیق ځای او د وژل شوو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه کړی.
خو په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې د بریدونو په ځای کې یې د امریکايي سرتېرو مړي لیدلي دي.
د کونړ ولایتي شورا ودانۍ یوه لوی تبلیغي جومات ته څېرمه پرته ده چې لږ لیرې ترې د فیاض کمپ په نامه د بهرنیانو یوه پوځي اډه هم ده.
په کونړ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، دغه ظاهراً بهرني پوځي سلاکان له اډې څخه مخ پورته پلی روان وو، چې د جومات له لوري پرې دوو ځانمرګو بریدونه وکړل.
د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې د کونړ برید کې د ۱۷ امریکايانو د وژنې ادعا کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دوو ملګرو یې پر امریکایانو د ګاډي په مټ ځانمرګي بریدونه کړي، چې په وینا یې درې ټانکونه یې بشپړ ویجاړ کړل.
طالبان وايي، ملګرو یې له وخت په ګټې اخیستو له ټانکونو د کوزو شوو امریکايي پوځيانو پر پلی ګزمې بریدونه وکړل.
وسله وال طالبان په برید کې د ولسي خلکو وژل نه مني، او وايي چې تر برید وروسته امریکايي پوځيانو ډزې وکړې، چې شاید په ډزو ولسي خلک وژل شوي او یا ژوبل شوي وي.








