نورستان د 'قرآن سوځېدو' غبرګون کې لاریون وکړ

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
د افغانستان په ختيځ نورستان ولایت کې لسګونه کسانو یوه ښوونځي ته د وسله والو د ننوتلو او د قرآن کریم د سوځولو پرضد لاریون وکړ.
دغه لاریون تر ډېره سوله ییز وو.
لاریون کوونکو ویل چې په یوه ښوونځي کې د وسله والو د برید په پایله کې د قرآن کریم څو ټوکه وسوځېدل.
د نورستان سیمه ییزو چارواکو دا پېښه تایید کړې ده.
د نورستان امنیه قومندان غلام الله بي بي سي ته وویل، چې دغه ښوونځي په وایګل ولسوالۍ کې دی، چې د طالبانو د اړوندو کسانو له خوا برید پرې شوی دی.
نوموړی زیاتوي، چې د ښوونځي له ودانۍ ددیني مدرسې په توګه هم ګټه اخیستل کېده.
امنیه قومندان زیاتوي، چې د قرآن سوځېدو په غبرګون کې شاوخوا دوولس سوه کسانو مظاهره وکړه، خو د دې شمېرې په اړه د نوموړي څرګندونې کومې خپلواکې سرچینې لانه دي تایید کړې.
لاریون کوونکو د وسله والو ضد شعارونه ورکول او هغوی ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوله.
په تېر کې هم د قرآن سوځېدو په غبرګون کې ورته لاریونونه شوي دي.
تر ټولو وروستۍ یې د بګرام هوايي اډه کې د امریکايي پوځيانو له خوا د قرآن کریم د څو ټوکونو د سوځولو په غبرګون کې له بګرامه د مظاهرو لړۍ پیل شوه، چې بیا څو ولایتونو ته هم وغځېدله.
د ځینو ولایتونو مظاهرې پر تاوتریخوالي واوښتې چې څو کسان هم په کې ووژل شول.








