افغان _ تاجک پوله بېرته پرانیستل شوه

د دواړو هېوادونو تر منځ پوله د هغو اورپکو ضد چاڼيزو عملياتو له کبله تړل شوې وه.
د عکس تشریح، د دواړو هېوادونو تر منځ پوله د هغو اورپکو ضد چاڼيزو عملياتو له کبله تړل شوې وه.
    • Author, مصطفی سالک
    • دنده, کابل

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ گډه پوله اوس په بشپړ ډول د سپرليو او درنو گاډو پر مخ پرانیستل شوې.

اوړمه ورځ د افغانستان د بدخشان ولايت سیمه ییز چارواکو اندېښنه ښوولې وه، که دا لاره تر ډېره تړلې پاتې شي، په دغه ولايت کې به د هغو ودانيزو پروژو چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي چې په وينا يې اړين توکي يې له تاجکستان څخه رالېږدول کيږي.

خو د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي که تاجکستان له افغانستان سره خپله گډه پوله تړي په سلو کې ۹۰ سوداگريز زيان يې خپله هغه هېواد ته رسيږي.

د دواړو هېوادونو تر منځ پوله د هغو اورپکو ضد چاڼيزو عملياتو له کبله تړل شوې وه چې تاجک لوري خپلې غاړې ته پيل کړي وو.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې تاجکستان هغه مهال له افغانستان سره خپله گډه پوله په چورلټ ډول وتړله چې خپلې غاړې ته يې د اورپکۍ ضد چاڼيز عمليات پيل کړل.

دغو عملياتو که له ځان سره امنيتي اندېښنې لرلې نو بله غاړه يې د دواړو هېوادونو تر منځ کېدونکې سوداگري هم زيانمنه کړه او هغه خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړل چې د پولې له يوې غاړې نه بلې غاړې ته اووښتل.

پخوا داسې راپورونه خپاره شوي وو چې دغه لاره د يوه پړاو لپاره پرانیستل شوې خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې اوس د سوداگاريزو گاډو او سپرليو دواړو پر مخ دغه لاره پرانیستل شوې ده.

اوړمه ورځ د افغانستان د بدخشان ولايت سیمه ییز چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې اندېښنه ښوولې وه چې که افغان ـ تاجک پوله همداسې تړلې پاتې شي، ښايي په دغه ولايت کې يو شمېر ودانيزې پروژې په ټپه ودريږي ځکه چې په وينا يې اړين توکي يې له تاجکستانه رالېږدول کيږي.

خو د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې يوه اندازه نفتي، ودانيز توکي او د ډبرو سکاره په رښتيا هم له تاجکستانه را وړل کيږي.

خو د دغه بنسټ مرستيال خان جان الکوزي وويل د تاجکستان او افغانستان تر منځ گډه پوله که پرانیستې وي ٩٠ سلنه گټه يې هغه هېواد او ۱۰ سلنه يې افغانستان ته رسيږي.

دا چې د پاکستان له لارې راتلونکي توکي تاجکستان ته لېږدول کيږي او د تاجکستان او د منځنۍ اسيا د نورو هېوادونو توکي د افغانستان له لارې پاکستان ته وړل کيږي، پر بنسټ يې يو شمېر سوداگر وايي چې د دې لارې بندېدو، په سیمه ییزه کچه سوداگري تر يوې کچې زيانمه کړې وه.

پخوا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې تاجکستان د پولې خپلې غاړې ته د اورپکۍ ضد عمليات پيل کړي چې تر پايه به يې د دواړو هېوادونو تر منځ پوله تړلې پاتې شي.