کونړ کې د 'القاعدې جګپوړی مشر او مرستیال' یې وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
ناټو وايي چې د افغانستان په ختيځ کونړ ولایت کې یې د هوايي برید په پایله کې د القاعدې شبکې یو جګپوړی مشر او د هغه مرستیال وژلي دي.
ناټو په خپره کړې اعلامیه کې وايي چې وژل شوی مشرمفتي اسد او د هغه مرستیال یوسف په نومونو یاد شوي دي.
دغه برید د کونړ وټه پور ولسوالۍ کې شوی، چې د ناټو په وینا هېڅ کوم ولسي وګړي ته په کې زیان نه دی اوښتی.
ناټو وايي چې د القاعدې دغه مشر د مفتي پنجابي، عبدالقدوس په نومونو هم یادېده.
د ناټو د اعلامیې له مخې، دغه قومندان، په کونړ او ځینو نورو ختيځو ولایتونو کې عملیات تنظیمول.
ویل کېږي چې دغه القاعده مشر د چاودېدونکو توکو او بمونو په جوړولو کې مهارت درلود او ګڼ کسان یې روژلي هم دي.
همداراز، ناټو وايي چې وټه پور ولسوالۍ کې یې د یوه بل برید په پایله کې د فتح ګل په نامه یو کس وژلی، چې القاعدې ته یې پروګرامونه جوړول.
ناټو وايي چې نوموړي په ختيځ کې د القاعدې جنګیالیو ته پټ ځایونه ورکړي او د ترهګرو د روزنې لپاره یې زمینه برابره کړې ده.








