د شمال وسله والو ډلو کابل اندېښمن کړی

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد په شمال، په ځانگړي ډول کندز او تخار ولايتونو کې د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه ژوره اندېښنه لري.
د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي ويلي چې دغه وسله وال هڅه کوي د هېواد په شمال او ځانگړي ډول کندز ولايت کې د سیمه ییزو پوليسو ليکو ته لاره پيدا کړي او خپلې ناقانونه کړنې تر دې چتر لاندې تر سره کړي.
د يو شمېر راپورونو له مخې نا مسوله او ناقانونه ډلې په تېر کې د وژنو ،تښتونو، جنسي تېريو او نورو جرمونو په تر سره کولو تورنې دي.
افغان چارواکي وايي هڅه کوي چې د دغو ډلو مخه ونيسي.
د افغانستان په شمال، په ځانگړي ډول کندز او تخار کې سیمه ییز خلک وايي چې ناقانونه وسله والې ډلې پخواني ټوپکوال دي چې اوس يې بيا ډلگۍ جوړې کړې دي.
ولسي خلک وايي دغه ناقانونه ټوپکوالې ډلې په تخار او د کندز په خان اباد، امام صاحب، علي اباد او نورو ولسواليو کې فعالې دي چې شمېره يې سلگونو ته رسيږي.
د کندز د خان اباد ولسوال نظام الدين ناشر مخکې بي بي سي ته ويلي وو چې د دوو تېرو کلونو په ترڅ کې يوازې په ياده شوې ولسوالۍ کې لسگونه خلک د ناقانونه ډلو په وسله والو ټکرونو کې وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم وايي د دغو ټوپکوالو په اړه ژوره اندېښنه لري.
دی وايي اوس دغه وسله وال غواړي چې د سیمه ییزو پوليسو ليکو ته لاره پيدا کړي او له دې چتر لاندې خپلې ناقانونه کړنې تر سره کړي:
"موږ هم په کندز او تخار کې د نا مسوله وسله والو ډلو په اړه اندېښمن يو. د تېر کال له روژې راهيسې چې موږ د دغو ناقانونه ډلو په اړه عمليات پيل کړي دي، نژدې ۲۵داسې ډلې مو بې وسلې کړي چې له پخوا راهيسې هلته وې. دا ملېشې دي، دا داسې خلک دي چې بې بندو باره دي، نا مسووله دي او هيڅ قانون ته پام نه کوي. دا بې وسلې شوي او عمليات روان دي خو په يو شمېر راپورونو کې ناقانونه وسله وال له سیمه ییزو پوليسو سره گډيږي چې دا دواړه توپير لري".
د راپورونو له مخې د کندز په يو شمېر ولسواليو کې له لويه سره سیمه ییز پوليس نشته او خلک د ناقانونه ټوپکوالو له زور سره مخامخ دي، خان اباد د همدغو سميو له نوملړ څخه بلل کيږي.
سیمه ییز خلک وايي چې دغو ناقانونه وسله والو ډلو د حکومت واکمني له گواښ سره مخامخ کړې ده ځکه چې وايي زړې تربگنۍ پالي، نښتې کوي او سر بېره پر دې پر جنسي تېريو، تښتونو، وژنو، لارو شکولو او نورو جرمونو هم تورنې دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په پام کې لري چې تر ٢٠١٤ ميلادي کاله پورې په ۹۹ولسواليو کې سیمه ییز پوليس فعال کړي.
چارواکي هيله من دي چې د دغه بهير په بشپړتيا سره به د نا قانونه وسله والو ستونزه هواره شي.
خو يو شمېر شننونکي وايي که سر له اوسه د ناقانونه وسله والو د بې وسلې کولو غم ونه خوړل شي په ٢٠١٤ کال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي ښايي دا
+ډلې ولس او حکومت ته لوى سر خوږى جوړ کړي.








