"د خواله رسنیو ته اوونۍ ورکړئ"

- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, کابل
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ موسسې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، کلتوري او علمي سازمان یونسکو څخه غوښتي چې روانه اوونۍ د ټولنیزو رسنیو د ازادۍ په نوم ونوموي.
روانه اوونۍ په افغانستان کې د "نی" موسسې په نوښت د لومړي ځل لپاره د ټولنیزو رسنیو د ازادۍ په نوم نومول شوې.
د همدې اوونې د لمانځنې په موخه نن (یکشنبې، د جولای/۲۲) په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه.
له سلو زیات افغان ژورنالستان دغې غونډې ته ورغلي وو تر څو د لومړي ځل لپاره د ټولنیزو رسنیو ازادي ولمانځي.
په دې ډله کې یو شمېر د ژورنالیزم د پوهنځي زده کوونکي دي چې دغه پروګرام یې د ځان لپاره یوه نوې تجربه ګڼله.
په "نی" موسسه کې د "نی" راډیو مسوول مدیر عزت الله اکبري د دغه پروګرام موخه له ټولنیزو رسنیو سره چې فیسبوک، ټوېټر، ګوګل پلس یې له مهمو هغو دي، د ځوانانو بلدتیا وبلله.
په فیسبوک کې د غوره انځور او پوسټ ټاکل هم د دې پروګرام یوه برخه وه.
د "نی" موسسې مشر مجیب خلوتګر وایي دوی له یونسکو غوښتي چې دا اوونۍ په خپل کلني لست کې د ازادو رسنیو د ازادۍ په نوم ثبت کړي.
د ښاغلي خلوتګر په وینا د دې وړاندیز د منلو په صورت کې به نړیوالې ټولنې د دې اوونۍ د حقونو د خوندي کولو په موخه یو لړ ژمنې وکړې او له بل پلوه به د افغان خبریالانو لپاره یو ویاړ هم وي.
د ټولنیزو رسنیو د ازادۍ اوونۍ له یکشنبې (جولای/۲۲) پیلیږي او تر پنجشنبې (جولای/۲۶) به دوام وکړي.
چارواکي وایي د دې اوونۍ په اوږدو کې به د ټولنیزو رسنیو د ښه معرفي کولو په موخه یو لړ نور پروګرامونه هم جوړ کړي.








