لوګر کې ځانمرګي برید افغان پوځ ته مرګ ژوبله اړولې

د لوګر چارواکي وایي د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو پر مرکز په ډله ييز ځانمرګي بريد کي د ملي اردو شپږو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د برکي برک ولسوال سيد وکيل اغا وايي پېښه نن مازيګر شاوخوا پنځه نيمې بجې وشوه او ترڅ کې يې په سیمه کې د ګډو ځواکونو پر پوځي مرکز ډله ييز ځانمرګى بريد وشو.
هغه زياته کړه، بريد کوونکي څلور تنه دي، يو يې د پوځي مرکز په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله يې د ملي اردو درې سرتېري او يو ژباړونکى وژل شوي او درې نور سرتېري ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش ياده پېښه مني خو د جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او وايي چې په دغه بريد کې يې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو زيات سرتېري وژلي دي.




