لویې څارنوالۍ د پاسپورت مرستیال د قتل او غلا په تور نیولی

د افغانستان لویې څارنوالۍ منلې ده چې د کابل پاسپورت ریاست مرستیال یې د قتل او غلا په تور نیولی دی.
د لویې څارنوالۍ د قضايي تعقیب یوه مرستیال عنایت کمال بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی په وروستیو کې کابل کې د پاسپورت ریاست مرستیال ټاکل شوی.
ښاغلي کمال ادعا وکړه چې د بدخشان اوسېدونکی په خپله سیمه کې د هغه په ټکو زورواک پاتې شوی دی.
نوموړي ادعا وکړه چې بیان په غلا او قتل تورن و، ځکه یې څارنوالۍ د نیولو امر وکړ.
هغه وویل چې د بیان پرضد د بدخشان ځینو وګړو دعواوې کړې وې:
''طبعاً د بدخشان ځینو خلکو پر هغه ادعاوې لرلې چې قتل یې کړی او غلا یې کړې ده، دوی په ډله ییز ډول ادعا کړې او دا موضوع او د ولسمشر د امنیت په شورا کې هم مطرح شوې ده.''
ښاغلي کمال وویل، چې د تېرې یکشنبې په ورځ (مۍ ۲۸) ولسمشر پخپله د ښاغلي بیان د نیولو امر وکړ:
''پرون د ولسمشرۍ د امنیت شورا کې ولسمشر پخپله لویې څارنوالۍ ته د هغه د نیولو امر کړی دی. تېره شپه هغه د لویې څارنوالۍ د نظامي څارنوالۍ څانګې ونیو.''
د پاسپورت ریاست بي بي سي ته وویل چې د بیان د کار ایله پنځلس ورځې کېږي.








