د فراه ولايت د والي پر دفتر ځانمرگو بريد کړى دى

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان د لويديځ ولايت فراه د والي پر دفتر د وسلوالو کسانو بريد د پنځو پوليسو او بريد کوونکو په وژل کېدا او د دوو ملکي کسانو په ګډون د ١٥ تنو په ټپي کېدو پاى ته رسيدلى دى.
وسلوال کسان چې د عيني شاهدانو په وينا د سرحدي پوليسو جامې يې پر تن وې، د پنجشنبې په ورځ( د مۍ ١٧مه) د فراه ولايت پر ودانۍ بريد وکړ.
ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي چې د بريد کوونکو شمېر معلوم نه دى خو د دروازې د دوو ساتونکو له وژلو وروسته د ولايت ودانۍ ته ننوتل او دوو کسانو يې ځانونه والوځول.
درېيم ځانمرګى بريد کوونکى د ولايت ودانۍ په زينه کې د لاسي بم له الوځولو وروسته د والي خونې ته ننوت، خو د شته کسانو له خوا ځاى پر ځاى ووژل شو.
جګړه ظاهراً پاى ته رسېدلې ده، خو پوليس او اردو د سيمې په پلټنه بوخت دي.
په دې پېښه کې د فراه والي ته چې د بالابلوک ولسوالۍ له سپين ږيرو سره د بريد پر وخت په غونډه بوخت و زيان نه دى اوښتى.
په فراه کې د روغتون مسوولين وايي چې روغتون ته د ټپيانو وروړل دوام لري او کېداى شي شمېره يې زياته شي.
وسله والو طالبانو د دې بريد پړه منلې ده.








