سلګونه مېرمنې له سواد او حرفوي زده کړو برخمنې شوې

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
په ننگرهار کې سلگونو ښځو او ماشومانو د سواد او حرفوي زده کړو بهير په برياليتوب سره تر سره کړ.دا چاره د افغانستان د ښځو ټولنې تر سره کړې.
چارواکي وايي چې د دغه بهير گډونوالو د سواد تر زده کړې وروسته گڼ عصري او ديني مضمونونه ولوستل.
د ياد شوي بنسټ مشرې فتانې گيلاني بي بي سي ته وويل دغو ښځو چې گنډل، د چرگانو روزل، او د خوراکي توکو چمتو کول يې هم زده کړي، د نهو مياشتو لپاره له ۶۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ افغانيو پورې پور هم ورکول کيږي.
دغه بنسټ وايي چې پخوا يې هم په ورته برخو کې سلگونه ښځې روزلې دي، چې په وينا يې اوس هم له پوهې برخمنې دي او هم يې اقتصاي حالت ښه شوى دى.
د افغانستان د ښځو په نامه يو بنسټ وايي چې د دغه روزنيز او پوهنيز بهير لپاره يې داسې ښځې غوره کړې وې، چې له يوې ډ ډې يې ليک لوست نه وو کړی او له بلې ډ ډې د ټولنې له بې وزلي پوړه وې.
د ياد شوي بنسټ چارواکي وايي دا ځل يې ۲۰۰ ښځې او ۴۰۰ ماشومان روزلي.
دوی وايي د دغو ښځو ماشومان هم داسې وو چې تشې کوڅې پرې ډکې وې او د ښوونځيو پر لوري يې پيښه نه کوله.
د روزونکي بنسټ چارواکي وايي د روزنيز او پوهينز بهير گډونوالو د ١٣ مياشتو په اوږدو کې ليک لوست زده کړ او بيا يې گڼ اوس مهالي او ديني علوم ولوستل چې د خپلو او نورو له حقونو خبر شي.
د افغانستان د ښځو ټولنې مشرې فتانې گيلاني بي بي سي ته وويل چې ښځو لاسي او نور حرفوي کارونه هم زده کړل چې د پرمختگ لپاره له ۶۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانيو پورې پور هم ورکول کيږي.
شاوخوا ٧ کلونه کيږي چې د افغانستان د ښځو ټولنه په ننگرهار او نورو ختيځو ولايتونو کې دا ډول چارې تر سره کوي.
د دغه بنسټ چارواکي وايي چې په تېرو کلونو کې يې هم سلگونه ښځې په ورته ډول روزلي چې په وينا يې اوس هم د پوهې له نعمته برخمنې شوي او هم يې اقتصاد ښه شوى دى.
د وروستي پړاو په برخه کې کاناډا له ياد شوي بنسټ سره مالي مرسته کړې وه.
د يو شمير ښځو په ژوند کې داسې مهال دا پرمختيا را منځ ته کيږي چې ملگرو ملتونو له افغان حکومته او ناټو غوښتنه کړې چې په شيکاگو غونډه کې د ښځو د حقونو خونديتوب ته د دغه هيواد د امنيتي جوړښت په لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي.
ملگري ملتونه او د ښځو بنسټونه انديښنه لري چې هسې نه د حکومت له وسلوالو مخالفانو سره د جوجاړي بهير د ښځو ۱۰ کلنې لاس ته راوړنې و تروړي.








